د کرنې وزارت: افغانستان کې د غنمو حاصلات ۱۳.۴ سلنه زیات شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ تله ۱۴۰۵):

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په روان کال کې په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال پر ۱.۹۷ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې ۱.۳۴ میلیونه هکټاره یې اوبیزه او ۶۲۵ زره هکټاره یې للمي ځمکه ده.

د کرنې وزارت د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی د پر وخت ورښتونو، د کرنیزو ځمکو د پراخوالي او د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش پایله بولي.

خو د وزارت د اټکل له مخې، د هېواد کلنۍ اړتیا ۷.۰۹ میلیونه مټریک ټنه غنم ده، چې د کورني تولید او اړتیا ترمنځ د ۱.۹۴ میلیونه مټریک ټنو تشه د وارداتو له لارې پوره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button