سوداګرۍ خونه: افغانستان په شپږو میاشتو کې د ۸.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ تله ۱۴۰۵):
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د ۸.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۴۰ زره او ۴۰ مترمربع غالۍ صادرې شوې دي.
د یادې خونې ویاند احسانالله احسان ویلي، افغاني غالۍ او نور لاسي صنایع د هېواد له مهمو صادراتي توکو څخه دي، چې د افغانستان په سوداګرۍ کې مهم رول لري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، د افغاني غالیو صادرات د هېواد د لاسي صنایعو د ارزښت او په بهرنیو بازارونو کې د هغوی د حضور څرګندونه کوي.



