په یمن د بریدونو دوام؛ حوثیانو یې غچ کې پر ریاض د بریدونو ادعا کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی، چې د سعودي عربستان د وروستیو بریدونو او ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې یې د سعودي عربستان پر مهمو پوځي او اقتصادي اهدافو عملیات ترسره کړي دي.

د یمني ځواکونو په خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه عملیات د بالستیک او کروز توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي دي.

د اعلامیې له مخې، د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر، د ارامکو د تېلو زېرمې او مالي مرکز په نښه شوي، چې د یمني ځواکونو په ادعا، بریدونه پر ټاکل شویو اهدافو لګېدلي او درانه زیانونه یې اړولي دي.

یمني ځواکونو دغه راز ویلي، چې د سعودي عربستان په بقیق سیمه کې یې د ارامکو شرکت تاسیسات په نښه کړي، چې د اعلامیې په وینا، برید د اورلګېدنې لامل شوی دی.

همدارنګه، یادو ځواکونو ادعا کړې، چې د الجوف ولایت په ختیځ او د مأرب ولایت په مدغل ولسوالۍ کې د سعودي ځواکونو اړوندې پوځي مرکزونه په نښه شوې دي.

د یمني ځواکونو د اعلامیې له مخې، د لحج ولایت په المضاربه سیمه کې د سعودي ځواکونو پر پوځي مرکزونو ترسره شویو، دواړو عملیاتو کې ګڼو سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یمني ځواکونو دغه عملیات د سعودي عربستان د هغو بریدونو ځواب بللی، چې د دوی په وینا، وروستي یې د وازعیه ولسوالۍ په الحضاره بازار او د بني حُشیش په استوګنیزو ودانیو کې ترسره شوي او له امله یې تر ۱۲۰ زیات کسان وژل شوي او ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې یمني ځواکونه به د سعودي عربستان په مهمو سیمو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او د بریدونو او محاصرې تر پای ته رسېدو پورې به د سعودي ځواکونو پوځي اډې او اړوند افسران په نښه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button