ولسمشر ټرمپ: له ایران سره د مذاکراتو د پرمختګ په صورت کې پر دغه هېواد د بیا برید احتمال کم دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” ویلي، تر هغه چې له ایران سره روان مذاکرات پرمختګ کوي، پر دغه هېواد د بیا پوځي برید احتمال ډېر کم دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ څرګنده کړې، چې پر ایران د احتمالي برید پرېکړه د دواړو لورو ترمنځ د هوکړې له ترلاسه کېدو سره تړلې ده.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې که له ایران سره هوکړه ونه شي، امریکا په دغه هېواد کې د ۳۸ پلونو په ګډون یو شمېر بېلابېل اهدافو باندې د بریدونو پرېکړه کړې ده.
بلخوا، ایران خبرداری ورکړی، چې که امریکا یو ځل بیا پر دغه هېواد برید وکړي، ایراني ځواکونه به په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو تاسیسات په نښه کړي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو له لارې د پوځي ترینګلتیا د کمولو هڅې روانې دي.



