حماس: اسرائیل په قصدي توګه غزه کې بشري ناورین پراخوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» ویلي، چې اسرائیل په قصدي توګه په غزه کې بشري ناورین لا پسې زیاتوي او د فلسطینیانو پر وړاندې خپلو تېریو ته دوام ورکوي.
د پارستودي د راپور له مخې، حماس ټینګار کړی، چې په غزه کې د روان بشري ناورین او د اسرائیلو د تېریو مسئولیت د سولې شورا پر غاړه دی.
حماس له یادې شورا غوښتي چې د غزې د خلکو پر وړاندې د اسرائیلو د اقداماتو د مخنیوي او د بشري ناورین د پای ته رسولو لپاره خپل مسئولیت ادا کړي.



