ایران د بالستیک توغندیو د ۲۰۰۰ کیلومتره واټن محدودیت لغوه کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” اعلان کړی، چې د دغه هېواد د بالستیک توغندیو د ۲۰۰۰ کیلومتره واټن پخوانی محدودیت نور پای ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، د سپاه پاسداران ویاند “حسین محبي” په تهران کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د توغندیو د واټن دغه محدودیت لغوه شوی دی.
د دې پرېکړې له مخې، ایران کولی شي د خپلو بالستیک توغندیو واټن له پخواني ټاکل شوي حد څخه درې برابره زیات کړي، چې ورسره به د دغه هېواد د لرې واټن پوځي وړتیا پراخه شي.
دا اعلان وروسته له هغې کېږي، چې د ایران ستر مذهبي رهبر “سید مجتبی علي خامنه ای” خبرداری ورکړی و، چې د امریکا او اسراییلو هر ډول ګواښ ته به له جغرافیایي محدودیت پرته ځواب ورکړل شي.



