غزه کې د سختو بارانونو او توپاني بادونو له امله د بې ځایه شویو ۷۰ زره خېمې ډوبې شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۵ل)
په غزه کې سختو بارانونو او تېزو توپاني بادونو دغې تړانګه کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په غزه کې چارواکو ویلي، چې وروستیو ورښتونو د بېځایه شویو فلسطینیانو شاوخوا ۷۰ زره خېمې ډوبې کړې دي، چې له امله یې زرګونه کورنۍ له سختو بشري ستونزو سره مخ شوې دي.
د راپور له مخې، په همدې موده کې اړوندو ادارو ته د هغو کورنیو له لوري تر ۱۵۰۰ زیاتې بېړنۍ رسېدلې دي، چې د باران اوبو یې خېمو او لنډمهالو استوګنځایونو ته ننوتې وې.
راپور زیاتوي، چې د بېځایه شویو یو شمېر کمپونه په بشپړه توګه د اوبو لاندې شوي او ګڼو کورنیو خپل پاتې لومړني توکي، لکه کمپلې، توشکې او د ورځني ژوند اړین وسایل هم له لاسه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې زرګونه بېځایه شوې کورنۍ د سختو هوايي شرایطو ترڅنګ د سرپناه او د لومړنیو بشري اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.



