نیمروز کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سربند جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۱۸مه)

د نیمروز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د خاشرود ولسوالۍ په خاش کلي کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سربند د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د نیمروز د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي اسدالله سحر وایي، د دې پروژې موخه د موسمي سېلابونو مهارول، د باراني اوبو کنټرول او د کرنیزو ځمکو له ویجاړېدو مخنیوی دی.

د نوموړي په وینا، دغه پروژه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ جوړېږي، چې ۸۴ متره اوږدوالی، دوه متره پلنوالی او ۳.۵ متره لوړوالی لري. په پروژه کې ۲۴۰ متره استنادي دېوال او د اوبو د کنټرول درې دروازې هم شاملې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button