الله داد فدایي: سمیع سادات د پاکستان په ملاتړ د افغانستان پر ضد فعالیتونه کول

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۱۸مه)
الله داد فدایي چې د تېر جمهوريت پر مهال يې په بېلابېلو ولايتونو کې د امنيه قوماندان په توګه دنده کړې ويلي، چې د سمیع سادات له لوري په نورستان کې جګړې ته هڅول شوی او اوس په بند کې دی، په تازه خپره شوې ویډیو کې ويلي چې، چې له ایران څخه تر راستنېدو وروسته د تش په نوم متحدې جبهې مشر سمیع سادات ورسره اړیکه نیولې او په نورستان او لغمان ولایتونو کې یې د ورانکارو فعالیتونو د ترسره کولو پلان ورسره شریک کړی و.
فدایي وايي، سمیع سادات پاکستان ته د تګ بلنه هم ورکړې وه او په وینا يې، د تېر اکتوبر په میاشت کې یې د سادات په لارښوونه او امکاناتو د نورستان د منډول ولسوالۍ د پراخ برید او نیولو پلان درلود.
نوموړي همداراز د پاکستان سره د سمیع سادات د اړیکو نه لرلو ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې نوموړی د پاکستان په مستقیم ملاتړ فعالیت کوي.
فدایي له پخوانیو نظامیانو او ځوانانو غوښتي، چې د مخالفو ډلو په ژمنو تېر نه وځي.
د هغه په وینا، د دغو ډلو مشران په بهر کې هوسا ژوند کوي، خو په افغانستان کې نور ځوانان جګړې ته هڅوي.



