د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره له سعودي شرکت سره د حج خدماتو قرارداد لاسلیک شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، د لړم ۱۹مه)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د حج مراسمو پر مهال د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره د خدماتو وړاندې کولو په موخه یې د سعودي عربستان له «مناسک المشاعر» خدماتي شرکت سره قرارداد لاسلیک کړی دی.

یاد تړون د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج اړوند نړیوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې، د حج، عمرې او زیاراتو عمومي رئیس مولوي محمد نبي محمدي او د یاد شرکت د اجرائیوي رئیس محمد عدنان حمزه ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د دغه قرارداد له مخې، یاد شرکت به په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو (منیٰ، عرفات او مزدلفه) کې افغان حاجیانو ته د اوسېدو ځایونه، خیمې، درې وخته خواړه، ترانسپورټي خدمات او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. وزارت وايي، د تړون د ژمنو د عملي کېدو او حاجیانو ته د معیاري خدماتو د وړاندې کولو په موخه به د شرکت فعالیتونه څاري او ارزوي.

مربوطه مطالب

Back to top button