ملا امير خان متقي او ضمير کابلوف د افغانستان او روسیې پر سوداګریزو اړیکو خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، د لړم ۱۹مه)

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سوداګرۍ د کچې لوړولو او شته اقتصادي فرصتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې خبرې کړې دي. ښاغلي متقي د متقابلو ګټو پر بنسټ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د سرچینې په وینا، ضمیر کابلوف په افغانستان کې وروستي پرمختګونه او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت هڅې ستایلې او د دې مبارزې په اړه یې د ځینو نړیوالو ادارو راپورونه له واقعیتونو لرې بللي دي.

په ورته مهال، ښاغلي متقي ټینګار کړی چې اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او دوامداره مبارزې ته ژمن دی.

مربوطه مطالب

Back to top button