د ۱۰۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا لسو پراختیايي پروژو تړونونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۲۰مه)

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د شاوخوا ۱۰۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا تولید، لېږد مزو غځولو او تأسیساتو جوړولو لسو پراختیايي پروژو تړونونه د دغه شرکت، افغان ملي بانک او خصوصي سکتور ترمنځ لاسلیک شول.

په دغو پروژو کې څلور د لمریزې برېښنا تولید دستګاوې شاملې دي، چې په پروان، بلخ، کندز او هلمند ولایتونو کې به جوړېږي او ټولیز ظرفیت به یې ۱۰۰ مېګاواټو ته ورسېږي.

د معلوماتو له مخې، شپږ نورې پروژې په بلخ، سمنګان، کابل او غزني ولایتونو کې د برېښنا لېږد مزو غځولو، سب‌سټېشنونو جوړولو او د برېښنا شبکې ظرفیت لوړولو په برخو کې پلې کېږي.

ټاکل شوې دغه پروژې په شاوخوا ۲۰ میاشتو کې بشپړې شي، چې د پلي کېدو پر مهال به یې نږدې ۷۰۰ کسانو ته مستقیم کاري فرصتونه برابر شي.

مربوطه مطالب

Back to top button