پوهنې وزارت: د یونیسف او یونسکو راپور د افغانستان د ښوونیز وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۲۰مه)

د پوهنې وزارت د یونیسف او یونسکو د ګډ راپور په غبرګون کې ویلي، چې په دغه راپور کې وړاندې شوې شمېرې د افغانستان د ښوونیز وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي او د ارزونې پر مهال باید ټول ښوونیز بنسټونه په پام کې ونیول شي.

یونیسف او یونسکو په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د لومړنیو زده‌کړو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌کړو بې‌برخې دي او له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له ثانوي زده‌کړو محرومې شوې دي.

خو د پوهنې وزارت وايي، اوس مهال په افغانستان کې تر ۱۸ زرو ډېر دولتي او خصوصي ښوونځي، زرګونه دیني مدرسې او نور ښوونیز مرکزونه فعالیت لري.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې د هېواد د ښوونیز وضعیت د کره ارزونې لپاره باید د دوی رسمي شمېرې او معلومات په پام کې ونیول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button