مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۲۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۲۰مه)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۱۲۸ کډوالې کورنۍ، چې ټولټال ۵۷۵ غړي کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د دغه کمېسیون د ورځني راپور له مخې، په همدې موده کې ۸۰ کورنۍ، چې ۴۱۹ غړي لري، خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او له ۸۴ کورنیو سره ټولټال ۶۸۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

راپور زیاتوي، راستنېدونکو کډوالو ته ۳ زره او ۷۳۰ خوراکه ډوډۍ، ۲۴۸ سیمکارتونه او روغتیايي خدمات وړاندې شوي، چې په ترڅ کې یې ۱۳۰۸ ناروغان هم تداوي شوي دي. دغه راز د لېږد په موخه له کډوالو سره د ترانسپورټ کرایه هم ورکړل شوې او د لنډمهاله مېشتېدنې، مرستو او نورو خدماتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button