هرات کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د درملو جوړولو د درېیو نویو بلاکونو د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، د لړم ۱۹مه)

د هرات ولایت مقام وايي، په دغه ولایت کې د «اویسن فارما» درمل جوړولو فابریکې د پراختیا په موخه د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د درملو د تولید د درېیو نویو بلاکونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه بلاکونه به د درې زره متر مربع ځمکې پر مساحت، په پنځو پوړونو کې جوړ شي او له بشپړېدو سره به یې د بېلابېلو درملو د تولید ظرفیت زیات شي.

همداراز، د دغې فابریکې د سیروم او پیچکارۍ نوې تولیدي کرښه هم پرانیستل شوې، چې د ورځې د ۱۰۰ زره بستو سیروم د تولید ظرفیت لري.

مربوطه مطالب

Back to top button