کورنيو چارو وزارت: مرکزي بغلان کې ۲۹ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، د لړم ۱۹مه)
د کورنیو چارو وزارت وايي، د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د دوو کشفي عملیاتو په پایله کې ۲۹ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط شوې دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په نیول شویو وسلو کې ۲۸ میله تومانچې او یو میل نارنجک شامل دي.
سرچینه زیاتوي، د دغو وسلو لرونکو کسانو ځانونه د وسلو ساتونکي معرفي کول او د وسلو د ترمیم ترڅنګ یې د پېر او پلور چارې هم ترسره کولې.



