په ۹ ولایتونو کې د ۱۱۲ زره جریبه امارتي ځمکې په اړه د خصومت پرېښودو پريکړې صادرې شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، د لړم ۱۹مه)

د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمه وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د ۱۵ قضیو له څېړنې وروسته، په نهو ولایتونو کې د څه باندې ۱۱۲ زره جریبه امارتي ځمکې په اړه د خصومت پرېښودو قرارونه صادر کړي دي.

د یادې محکمې د معلوماتو له مخې، دغه ځمکې په کندز، پروان، کندهار، غزني، ننګرهار، کاپیسا، اروزګان، غور او پنجشېر ولایتونو کې موقعیت لري.

سرچینه زیاتوي، د ځمکو اړوند کسان د اسنادو وړاندې کولو لپاره محکمې ته وربلل شوي وو، خو د نه حاضرېدو له امله یې د قضایي څېړنو له بشپړېدو وروسته یاد قرارونه صادر کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button