حماس: له اوربند د سرغړونو پر وړاندې د غبرګون په اړه له فلسطیني ډلو سره خبرې کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ “حماس” د سیاسي دفتر مشر “خلیل الحیه” ویلي، چې دغه غورځنګ د اسرائیلو له لوري په غزه کې له اوربند د سرغړونو پر وړاندې د غبرګون د ارزونې لپاره له بېلابېلو فلسطیني ډلو سره خبرې کوي.

الحیه ویلي، چې د اوربند د هوکړې له شرایطو سره سم د وژنو او کلابندۍ دوام د منلو وړ نه دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلي پوځي اقداماتو پر وړاندې چوپتیا د سولې شورا او د اوربند د تضمین کوونکو لورو لپاره د منلو وړ نه ده.

د الحیه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې اسرائیلو په دې وروستیو کې پر حماس خپل بریدونه زیات کړي او د راپورونو له مخې، د سې‌شنبې له ورځې راهیسې د دغه غورځنګ درې لوړپوړي چارواکي د اسرائیلو بریدونو کې شهیدان شوي دي.

بلخوا، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دفاع وزیر یسرائیل کاتس ادعا کړې، چې اسرائیلي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې د حماس شاوخوا ۸۰ غړي وژلي او ژمنه یې کړې، چې د دغه غورځنګ د مشرتابه په نښه کولو ته به دوام ورکړي.

فلسطیني روغتیايي سرچینو ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو ۱۹ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د غزې حکومت د رسنیو دفتر د شمېرو له مخې، اسرائیلي پوځ د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر له ۱۰مې د اوربند د هوکړې له نافذېدو راهیسې شاوخوا ۶ زره او ۴۱۰ ځله دغه هوکړه نقض کړې، چې له امله یې تر ۱۶۰۰ ډېر کسان شهیدان شوي دي.

په مقابل کې، اسرائیلي پوځ ویلي، چې د اوربند له هوکړې راهیسې یې پنځه سرتېري غزه کې وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button