کونړ کې د چاودېدونکو توکو چاودنې ۷ زده‌کوونکي شهيدان او ۹۷ نور یې ټپیان کړي

کابل ټکی کام (شنبه، د ليندۍ ۷مه)

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سمیع‌الحق حق‌بیان ویلي، د دغه ولایت د اندر سېر سیمې یوه منځني ښوونځي ته څېرمه په یوه کور کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله اووه زده‌کوونکي شهيدان شوي او ۹۷ نور ټپیان شوي دي.
د حق‌بیان په وینا، چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د کانونو لپاره د زېرمه شویو چاودېدونکو توکو له امله شوې او له دغو توکو څخه د کونړ ـ نورستان لارې په مسیر کې هم کار اخیستل کېده.

نوموړي ټینګار کړی، چې چاودنه په ښوونځي کې نه، بلکې د ښوونځي ترڅنګ په یوه کور کې شوې ده.
د راپورونو له مخې، د پېښې ډېری ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او چاودنې شاوخوا کورونو ته هم زیان اړولی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button