ننګرهار: طالبانو په خوږیاڼو کې ۵ امریکايي پوځیان وژلي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۸) زرغون خوږیاڼی

طالبانو په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې تیره شپه امریکايي ځواکونه د افغان کومانډويي ځواکونو سره د ننګرهار د وزیرو سیمې ته په چورلکو کې د چاپې په موخه راغلل، چې له کلکو بریدونه سره مخ شول.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې امریکايي ځواکونو غوښتل چې د وزیرو د سیمې په شمک کلي کې په طالبانو چاپه ووهي؛ چې کلکو ځوابي بریدونو سره مخ شول، ویاند زیاتوي چې په جګړه کې ۵ امریکايي عسکر اوګڼ شمیر افغان کومانډويي عسکر ووژل شول.

طالب ویاند وايي، چې په دې جګړه کې د (ابوبکر او زبیر) په نوم ۲ ملګري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

امریکايی چاروا کو تر اوسه د خپلو مړو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button