هلکه! ږیرو والا ټول راکوز کړه

ډاکټر آصف
تېره ورځ مې له کابل نه د طورخم په لور سفر درلود، سفر ډیر ستړی کوونکی و، ځکه چې پرون ورځ خورا ګرمه وه، او ځای پر ځای به زمونږ د سپرلۍ موټر د اوبو څښلو ځایونو کې توقف کاوه، چې بالآخره په خیر او خیریت سره جلال آباد ښار او ورپسې د طورخم پولې ته په نږدې کیدو شوو، کله چې طورخم ته په رسیدو د سرحدي پولیسو لومړي پاټک ته ورسیدو، ګورو چې په غیر مترقبه ډول له مونږ نه مخکې دوه درې موټر د تالاشۍ او پوښتنو ګرویګنو لپاره د سرحدي پولیسو لخوا درول شوي دي، زمونږ موټر ته یې هم د توقف او انتظار اشاره وکړه، او دا لومړی ځل دی چې په دې پاټک کې دا ډول تغییر تر سترګو کیږي، مونږ هم حیران شوو، چا ویل کیدای شي څه راپور به وي، او چا ویل چا سره به یې څه شی نیولی وي، او چا به ویل چې دا اصولی کار نه دی خو خیر، هر چا خپله خپله انګیرنه کوله، خو چې د پوستې خواته مو وکتل نو ډیری د ږیرو والا له سرحدي پولیسو سره ولاړ دي او پولیس په وار وار له هغوی نه پوښتنې او ګریوګنې پیل کړي، او بې ږیرو والا آرام په خپلو موټرو کې منتظر دي، ږیرور څوک تالاشي کیږي او د چا جیبونو نه کاغذات او نور راویستل شوي او هغه چک کول کیږي، په دې کې یو سرحدي پولیس خپل بل ملګري ته ورغږ کړ او زمونږ د سپرلۍ د موټر خواته یې په اشارې کولو سره وویل چې هلکه! د ږیرو والا ټول راکوز کړه! د دې خبرو په اوریدو سره مونږ هک حیران شوو، ولې؟ یواځې د ږیرو والا باید تالاشي او تر پوښتنو او ګرویګونو لاندې ونیول شي؟ کیسه څه ده؟ ږیرور او بې ږیرې؟ دا کوم اصول کوم قانون او کومه سزا؟ خدای شته دا خبره په موټر کې په ناستو سپرلیو چې نږدې ۱۶ کسان کیدل په بې ږیرو او ږیرورو ټولو بد اغیز وکړ، او ویې ویل چې دا ډول خبره خو نه اصول ایجابوي، نه حکومتي نظم او دسپلین نه پرنسیپ او نه هم اسلامیت او آن نه انسانیت او نه اخلاق، دا څه وینو او څه اورو؟
خو بالآخره یو سرحدي پولیس چې تور رنګه سړی و او سخت ستړی او ستومانه معلومیده او له ډیری ستړیا نه یې د غوصې ترمامیتر هم لوړ شوی معلومیدو او د بد اخلاقۍ زاویه یې هم پورته تللې وه، زمونږ موټر ته رانږدې شو او د هرې یوې سپرلۍ مخ ته یې جلا جلا کتل او چې د چا به لږه ږیره اوږده وه هغه ته به یې په ډیر سخت مجاز او قهرجانه قواره ویل راکوز شه! زه چې پخپله په وروستي سیټ کې ناست وم، او چې پوه شوم چې خبره د ږیرورو ده نو زر مې د دوړو او ګردونو د مخنیوي ماسک پر مخ راکش کړ او خپله ږیره مې یو څه د هغې په واسطه او ورپسې مې خپل ګلون بند څادر پر مخ راخپور کړ، او دا آیت مې هم له ځانه سره تکرار کړ چې: فاغشیناهم فهم لا یبصرون() ترجمه: نو مونږ د هغوی پر سترګو پرده راوسته نو هغوی لیدل نشوای کولی) دا هغه آیت دی چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت پر مهال په داسې حال کې له کوره وتلو چې د اسلام دښمنانو ورته د کور نه بهر لاره نیولې وه، نو هغه مبارک چې دا آیت ولوست نو خدای پاک د هغوی نه د هغه د لیدو نظر واخیست، او رسول الله صلی الله سالم له خپله کور نه د حضرت ابوبکر صدیق کور ته بې له کومې ویرې ولاړ او د هغه له کوره له هغه سره یو ځای د کور د شاتنۍ کړکۍ نه ووتل او په دې توګه په دې بریالي شول چې د ثور غار ته ځانونه ورسوي او هلته پناه واخلي.
زما هدف دلته خپل حالت قیاس کول نه دي مونږ ډیر ګنهګار انسانان یو او زمونږ او د هغوی تر منځ د ځمکې او آسمان فرق دی خو زما هدف د دې آیت تاثیر درلودل دي، ما په ډیرو ځایونو کې د دې آیت تاثیر حس کړی، نو هر څوک چې دغه آیت شریف د زړه له اخلاصه ووایی خدای پاک به ورته د ظالمانو له شر نه امان ورکوي.
نو پولیس زمونږ له موټر نه ټول ږیرور یو یو له موټره ښکته کړل خو خدای تعالی یې پر ما باندې سترګې ړندې کړې، ورپسې یې موټر ته امر وکړ چې مخکې ولاړ شي او هلته د سړک غاړې ته توقف او انتظار وکړي، همغه و چې زمونږ موټر هلته نږدې ۱۵ دقیقې انتظار وکړ، په داسې حال کې چې ټول ستړي او ستومانه او سرګردانه وو او خپل پاتې اوږد سفر ته مو تلوسه درلوده، شیبه پس زمونږ ټول ږیرور مسافر وروڼه بیرته په داسې حال کې د موټر خواته منډې راوهلې چې د خپلو جیبونو ټول اسناد او سامانونه یې په لاسونو کې نیولي وو، ږیرور وروڼه سلامت خپل موټر ته راوختل، ټولو سپرلیو ورڅخه پوښتنې شروع کړې چې څه یې درته ویل او څه خبره وه؟ د هغوی لومړۍ خبره دا وه چې پیسې یې رانه پټې کړې، په تالاشي تالاشۍ کې یې رانه پیسې په څه طریقه پټې کړې چې هیڅ پرې پوه نه شو، خلکو ورته وویل: ښه ښه، د لوی اختر مخه ده ځانته به یې خرچه مرچه برابروله بس دا د خرچې د پیدا کولو لپاره یو جعلي کمپاین و، مونږ خو فکر کاوه چې کومه بله مهمه قضیه به وي چې دومره کلکه تالاشي یې شروع کړې ده، ما خلکو ته وویل چې اصلا نظام او حکومتي سیستم وجود نلري ځکه پر عامو خلکو دومره نارواوې او هغه هم د خلکو د لوټلو او د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره د اسلام سپیڅلو شعایرو ته د سپکاوی په بیعه؟! نو د افغانستان د جنګونو د تاریخ بیخ چې راوسپړو نو وبه مومو چې په افغانستان کې خلک ځکه وسلې ته په لاس کولو مجبوریږي چې دغه ډول حکومتي نارواوې له پولې واوړي او یواځې د ټوپک شپیلۍ یې مخه نیولی شي او بس، خلکو چې ماته وکتل نو ټولو وویل چې ستا خو هم ږیره شته کنه ته یې ولې کوز نکړې؟ ما ورته وویل ما خو خپله ږیره پټه کړه، (ټولو وخندل) او ورپسې مې خدای تعالی ته په دعا لاس پورې کړ. او زیاته مې کړه چې که په افغانستان کې یواځې د ږیرو والا ګنهګار وي نو بیا دې د احمدشاه بابا جسد هم له قبره راوویستل شي ځکه هغه هم ږیره درلوده او کیدای شي طالب به و، او همدا راز له نادرخان او امان الله خان نه پورته د افغانستان د پنځو زرو کلونو پادشاهانو په سلو کې ۹۹ ټولو ږیرې درلودې د هغوې ټولو جسدونه دې راوویستل شي او هډوکې دې یې په دار وځړول شي ځکه چې ټولو ږیرې درلودې او کیدای شي طالبان به وو، او هغوی دې هم تالاشي کړای شي او له هغوی پبه اړه دی هم پوښتنې او ګرویګني پیل شي او د هغوی ورثه کورنۍ دې هم تر تحقیقاتو لاندي ونیول شي ځکه چې کیدای شي هغوی به هم طالبان یا القاعده وو، د ږیرې خیریلو دود خو د تازی امان الله خان له زمانې نه هغه مهال پیل شو چې هغه د یهودو او نصاراو هیوادونه ته شپږمیاشتنی سفر وکړ او هلته یې هغه او د هغه میرمن مغزونه له اسلام نه د کفر خواته مایل کړل او چې کله دغه میړه او عورته افغانستان ته راغلل نو له واره په ګډه د کفري فرهنګ د مروج کولو لپاره لاس په کار شول چې په همدې ګناه د افغانستان د باتور او په اسلام مین ولس د په پاڅون په نتیجه کې له هیواده په تیښته مجبور کړای شو.
نو زه نن حکومت او ملت ته په ډاګه وایم، او د افغانستان فعلي رژیم ته اخطار ورکوم چې خپل پولیس په اسلامي روحیه وروزي او سمبال او کنټرول یې کړي او که پخپله حکومت له اسلام نه مرور وي نو اقلا دې اسلامي شعایرو ته له سپکاوي لاس واخلي او په کلکه دې ډډه وکړي او د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس ته د راتلونکې لپاره دا ډول اعمال یو سور چراغ ګڼم چې باید سر له نن ورته بیدار اوسي او خدای مکړه داسې وخت رانشي چې د ټول ملت په مخ کې به د اسلامي شعایرو سپکاوي صورت نیسي او مونږ به هیڅ نشو کولاي چې بیا به خسر الدنیا و الآخره شو. په دنیا به ذلیل او په آخرت کې به د خدای تعالی لخوا له سخت مجازات سره مخ وو.



