قاري خالد
یوه غوغا جوړه ده؛ هره خوله پر دې مصروفه ده چې ګویا طالبانو په ایران کې دفتر جوړ کړ، روس یې اکمال ته ټټر وهلی، چین یې ملاتړ ته رادانګلي او…….
دا ټوله لوبه دجالي رسنیو توده کړې، دجالي رسنۍ له ښو د بدو، او له بدو د ښو جوړولو په هنر کې خورا زیات مهارت لري.
په اشغال افغانستان کې دجالي رسنیو ددې ولس افکار او اذهان هم اشغال کړل، په خپل ادراک د ښو او بدو تمیز یې ترې سلب کړ، چې اوس هر څه ته دهمدې دجالي رسنیو له عینکو ګوري.
د ډاکټرغني حکومت چې له سره تر بېخه د نړۍ په هر قانون کې نامشروع حکومت ګڼلی کېږي، نه ډیموکراتیکه بڼه لري او نه له شرعي پلوه مشروع حیثیت لري، واک د مافیایي کړیو په لاسونو کې دی او په وچ زور، په امریکایي سفارت کې، د امریکا د خارجه وزیر په مټو جوړه شوې اداره ده؛ که دنړۍ په هر دولت کې دفتر ولري او یا سفارت، ولې غوغا نه پرې جوړېږي؟
ځواب یې روښانه دی؛ اشغالګر او رسنۍ یې پر خوا دي او رسنیو د اشغالګرو په لارښوونه، د ولس اذهانو ته د مشروع ادارې په بڼه ورپېژندلې.
یوه قاعده درسره ذهن کې کښېنوئ؛ د خپلواکه نظامونو راسه ـ درسه، تعامل او دفاتر د غلامۍ په مانا نه وي، بلکې هر نظام او هره اداره له نورو نظامونو او ادارو سره په خپلو ګټو ولاړې پرېکړې او تعامل کوي.
که طالبان د هر چا سره معامله کوي، منحیث نظام حق لري او هره معامله به یې ددین او وطن لپاره پر ګټه کولو بناء وي.
طالبان ددې وطن تر %۳۵ زیاته مځکه په ولکه کې لري، ددې وطن له نیمایي زیات وګړي د طالبانو محاکمو ته رجوع کوي، د دې وطن له نیمایي زیات ښوونځي د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې قرار لري، طالبان ددې وطن قوي تشکیل دی، طالبان ددې نظام قوي مخالفه ډله ده، طالبان ددې وطن د ازادۍ لپاره د شل کلنې مبارزې ویاړ لري، طالبان نړۍ پېژندلي چې قوي اداره، قوي تشکیلات، قوي رهبري، کافي اندازه عساکر او په لوړه کچه د مقاومت مورال لري.
که چېرې د افغانستان بلواکه واکمنان او نامشروع نظام ددې حق لري چې هر دولت ته سفر وکړي او له خارجي او غربي واکمنانو سره چکرې ووهي؛ طالبان یې ولې نلري؟
که چېرې ددې نظام هر چارواکی په غربي او عربي دولتونو کې د دفاترو حق لري؛ له طالب ولې دا حق اخیستل کېږي؟
که د ایران سره راسه ـ درسه جُرم وي، دوی ولې هره ورځ ایران ته چکرې وهي او په کابل کې د خمیني د مړینې ورځې لمانځې؟.
که د پاکستان سره تعامل د ملي ګټو پر ضد وي، دوی ولې خپلو پوځیانو ته د پاکستان په پوځي اکاډمیو کې روځنې ورکوي؟
که روس ته تلل د ملي ارزښتونه سره ټکر کې وي، دوی ولې د روسانو جنګي وسایطو او پوځي تجهیزاتو ته مړې سترګې نیولې دي؟
درځئ یوه شېبه د تعصب عینکې له سترګو لېرې کړو، ددجالي رسنیو جادو مات کړو او بیا بې پرې قضاوت وکړو؛ که بالفرض طالبان په هر دولت کې دفتر او معین ادرس ولري، تاوان یې څه دی؟
مخکې چې د طالبانو نظام و، هر چا همدا ګیله نکوله چې د طالبانو سیاسي ادراک ناقص و، د نړۍ سره تعامل یې نه و زده او ددوی همدې نیمګړتیاو افغانستان له نړۍ جلا او دوی منزوی کړل؟.
نن چې طالبان په سیاسي برخه کې فعال دي، او اشغالګر په تېښته دي؛ ښه نه ده چې د واک خلا را منځ ته نشي او طالبان د یو قوي، سیاسي، او نظامي ځواک پر توګه د افغانستان واک په داسې حال کې ونیسي چې نیمایي نړۍ یې تر شاه ولاړه وي؟.
که طالبان د نړۍ په څو ممالکو کې دفاتر ولرې؛ هغه حامدکرزي به چې ویل، چېرې دي طالبان چې زه ورشم او د سولې لپاره ورته ځولۍ خوره کړم، هغه مشکل به نسي حل؟.
څومره چې طالبان په سیاسي ډګر کې ظهور کوي، هومره به د افغانستان د قضیې حل اسانه کېږي او د اشغالګرو پښې به لړزېږي.
د افغانستان لانجه غربي اشغالګر غځوي، لاسپوڅو واکمنانو ته د واک موده د اذهانو په تخدیر او افکارو په غلا اوږدول غواړي، نه غواړي چې یوه داسې ډله دې واک ته ورسېږي چې ددوی کړي مصارف بېځایه ولاړ شي او د افغانستان د وېجاړونې، او د بې ګناه اففانانو د وژلو تاوان پرې د پاسه لنډ کړي.
د افغانستان ګاونډیان پوهېدلي، چې د افغانستان ثبات د ګاونډیو پر ګټه او بې ثباته افغانستان یې پر زیان دی او امریکایان غواړي افغانستان د تل لپاره ناارامه واوسي، ځکه یې هڅې شروع کړي ترڅو د افغانستان له رښتوني قوت سره لاس یو کړي او غربي تاړاکګر له افغانستان او سیمې شرمېدلې وځغلوي ترڅو د افغانستان په ثبات کې دوی هم ثابت پاته شي.


















