د ایران پر وړاندې د ټرمپ ناسمه محاسبه؛ د جګړې پایلو یې د امریکا سیاسي دریځ له ننګونو سره مخ کړ

ليکوال: سامح عسکر
ترجمه: الماس خدرخيل
ټرمپ ولې په ټاکنیزه ماتې کې ښکېل شو؟
ټرمپ ځکه له سیاسي ستونزو او ټاکنیزو ننګونو سره مخ شو، چې ګومان یې کاوه ایران یو کمزوری هېواد دی او کولای شي له جدي غبرګون پرته پرې پوځي برید وکړي او خپلې غوښتنې پرې ومني.
نوموړي د ایران پوځي وړتیاوې، ستراتیژیک ځواک او د احتمالي غبرګون امکانات سم نه وو ارزولي. په دې برخه کې یوازې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو نه، بلکې ځینو عربو مشرانو هم د ده په ناسمې ارزونې کې ونډه لرله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه روایت کې ویلي، چې د یوه عربي هېواد یوه شهزاده ورته سپارښتنه کړې وه، چې امریکا به پر ایران برید وکړي او تهران باید چوپ پاتې شي او ځواب ورنه کړي؛ ځکه د ایران غبرګون به امریکا دې ته وهڅوي چې دغه هېواد په بشپړه توګه ویجاړ کړي.
د دې لیدلوري له مخې، ځینو عربي مشرانو ایران داسې کمزوری هېواد ګڼلی و، چې باید د بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې شي او غبرګون ونه ښيي.
خو د ایران ځواک یوازې په وسلو کې نه، بلکې د پوځي او تخنیکي پوهې، کورنیو علمي پرمختګونو او د توغندیزو وړتیاوو په پراختیا کې هم نغښتی دی.
ایران د خپلو هڅو په مټ د توغندیو او اټومي ټکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او د اټومي وسلو د تولید د وړتیا تر کچې د رسېدو هڅې یې کړې دي.
د ایران د ځواک بله سرچینه د دغه هېواد مذهبي او فکري جوړښت بلل کېږي، چې د رهبرانو وژل کېدل د نظام د کمزوري کولو پر ځای کله ناکله د هغوی د پلویانو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او انګېزې لامل ګرځي.
تر دې ورهاخوا، د ایران غیرمتمرکز پوځي جوړښت او د جګړې دفاعي تګلاره هم د دغه هېواد له مهمو ستراتیژیکو ځانګړنو څخه ګڼل کېږي.
دغه تګلاره د قوماندې د غیرمتمرکز مدیریت او د جګړې د بېلابېلو برخو د خپلواکې همغږۍ پر بنسټ ولاړه ده، چې ریښې یې له عراق سره د ۱۹۸۰مې لسیزې جګړې ته رسېږي.
د مقالې د لیکوال په باور، د ایران پر وړاندې پوځي تېری یوازې د دغه هېواد پر خاوره د برید په معنا نه دی، بلکې د منځني ختیځ د ټولې سیمې د امنیت، اقتصادي ګټو او سیاسي توازن لپاره جدي ګواښ رامنځته کولای شي.
د داسې جګړې پایلې ښايي په سیمه کې د ځواک معادلې بدلې او ځینې سیمهییز قدرتونه پیاوړي او ځینې نور کمزوري کړي.
لیکوال د ارواښاد محمد حسنین هیکل هغه لیدلوری هم رااخلي، چې عرب هېوادونه یې له ایران سره سولې او د اړیکو عادي کولو ته هڅول او خبرداری یې ورکاوه، چې ایران باید کمزوری هېواد ونه ګڼل شي او امریکا ته دې د هغه پر وړاندې د جګړې د هڅولو زمینه نه برابرېږي.
د لیکوال په ارزونه، ټرمپ داسې انګېرله چې له ایران سره جګړه به لنډمهاله وي او د وینزویلا په څېر به په څو ورځو کې پای ته ورسېږي؛ خو د پوځي او ستراتیژیکو چارو د کارپوهانو، څېړنیزو مرکزونو او مسلکي سلاکارانو پر ځای یې د نتانیاهو او ځینو عربي مشرانو پر ارزونو تکیه وکړه.
د مقالې په پای کې ادعا کېږي، چې د دغې ناسمې محاسبې پایلې نه یوازې د ټرمپ لپاره جدي سیاسي ننګونه رامنځته کړې، بلکې د جمهوري غوښتونکي ګوند راتلونکی ټاکنیز دریځ یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی.



