د ترکیې د پخواني لومړي وزیر عدنان مندریس “شهید اذان” د اعدام ۶۱ تم تلین

ژباړه: م.جمیل باور
د عثماني کورنۍ له جلاوطنۍ وروسته، چې اتاترک شړلې وه، لومړی کس چې د دې کورنۍ پوښتنه یې وکړه او د هغوی د بېرته راستنېدو هڅه یې وکړه، د ترکیې پخوانی اسلامپال لومړی وزیر د “اذان شهید” عدنان مندریس و.

کله چې هغه د ترکیې لومړی وزیر شو، په خپله د هغوی د موندلو لپاره فرانسې ته ولاړ. نوموړي به تل ویل:

«ما ته وښایئ چې زما پلرونه او میندې چېرته دي.»

له اوږدو پلټنو وروسته، هغه پاریس ته څېرمه یوه کوچني کلي ته ورسېد. هلته د لوښو مینځلو فابریکې ته ننوت او د سلطان عبدالحمید ثاني مېرمن، ۸۵ کلنه شفیقه، یې ولیده چې له خپلې لور، ۶۰ کلنې شهزادګۍ عایشې، سره یې په لږ مزد د لوښو په مینځلو بوختې وې.

مندریس په ژړا شو، د هغوی لاسونه یې ښکل کړل او ویې ویل: «ما وبښئ!»

شهزادګۍ عایشې ترې وپوښتل: «ته څوک یې؟»

هغه ځواب ورکړ: «زه د ترکیې لومړی وزیر یم.»

شهزادګۍ له لاسه لوښي ولوېدل او ویې ویل: «چېرته وې؟ ډېر ناوخته راغلې، زویه!» له ډېرې خوښۍ بې‌هوښه شوه او پر ځمکه ولوېده.

مندریس انقرې ته راستون شو او له ولسمشر “جلال بایار” سره یې خبرې وکړې، څو د عثماني کورنۍ د بېرته راستنېدو په اړه د بښنې فرمان صادر کړي. ولسمشر په پیل کې مخالفت وکړ، خو د مندریس په ټینګار یې یوازې د ښځینه غړو د بېرته راستنېدو اجازه ورکړه، نه د سلطانانو د نارینه اولادونو.

مندریس یو ځل بیا فرانسې ته ولاړ او مېرمن شفیقه او شهزادګۍ عایشه یې له ځان سره ترکیې ته راوستلې. څه موده وروسته، د نارینه غړو په اړه هم د بښنې فرمان صادر شو او هغوی هم خپل هېواد ته راستانه شول. دا کار وروسته، هغه مهال ترسره شو چې “مرحوم نجم‌الدین اربکان” د ترکیې لومړی وزیر شو.

د عدنان مندریس د محاکمې پر مهال پر هغه تور ولګېد چې ګواکې د دولت پیسې یې د سلطان د مېرمنې او لور لپاره لګولې دي. خو د دې روایت له مخې، هغه به هر اختر له هغوی سره لیدل، لاسونه به یې ښکلول او هرې یوې ته به یې له خپل شخصي معاش څخه ۱۰۰ زره ترکي لیرې ورکولې.

د ۱۹۶۱م کال د سپټمبر په ۱۷مه، اتل عدنان مندریس د پوځي کودتاچیانو له خوا اعدام شو.

یوازې یوه ورځ وروسته، د سپټمبر په ۱۸مه، د روایت له مخې، د سلطان عبدالحمید میرمن شفیقه او شهزادګۍ عایشه د لمانځه پر مهال، د سجدې په حالت کې، مړې وموندل شوې؛ داسې انګېرل کېده چې روحونه یې له مندریس سره یوځای شوي دي.

الله تعالی دې عدنان مندریس وبښي او د عثماني کورنۍ د وفادارۍ په بدل کې دې غوره اجر ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button