لیک : همایون عیسی خیل
د ماشومانو لپاره ښایسته نومونه
ښایسته نومونه هغه دي چې په هغو کې لاندې ذکر شوو څو خبرو ته پاملرنه شوي وي او یو څو نورو څخه ځان ژغورل شوی وي.
۱ …… د الله جل جلاله ذاتي یا صفاتي نوم سره د عبد یا امته لفظ زیاتول ، لکه عبدالله ، عبدالرحمن ، عبدالغفار ، امته الله ، امته الرحمن ، داسې نور یا داسې نوم وي چې په هغې سره د الله تعالی تعریف بیانیږي.
۲….. د کوم پیامبر (ع) نوم دې وي لکه : یعقوب ، یوسف ، ادریس ، احمد، ابراهیم ، اسمعیل (علیهم السلام ).
۳….. د کوم مجاهد ، ولي او د دین خادم نوم وي چا چې د دین لپاره خپل سر او مال قربان کړی وي ، لکه عمر فاروق ، خالد ، عبدالقادر ، هاجره ، مریم ، ام سلمه ، سمیه او داسې نور.
۴….. د دینې جذباتو او نیکو خواهشاتو پر بنسټ وي، مثلاً په نني عصر کې د مسلمه امت بد مرغیو ته په کتو سره د خپل ځوی نوم عمر بن عبدالعزیز ، صلاح الدین او داسې نور کېښودل شي او ورسره دا تمنا وي چې زما ځوی به دا مظلوم امت بېرته په پښو دروي.
۵….. یوې دیني خوشحالي ته په کتو سره یو نوم کېښودل شي ، لکه د قیامت واقعه دې بیانوله او دا آیت دې مخې ته راغی چې ژباړه یې دا ده:
،، کله چې د قیامت ورځ راشي نو د چا سره به د خبرو کولو جرات نوي ماسوا له هغو خلکو چې الله جل جلاله ورته اجازه ورکړي وي بیا به په دې ورځ څه خلک بدمرغه وي او څه خلک به نیکمرغه وي.
یعنې د قیامت په ورځ به ټول انسانان په دوو ډلو تقسیمیږي یوه ډله به بدمرغه وي او بله ډله نیکمرغه.
د دې لوستلو سره دې بې اختیاره له زړه څخه دا دعا ووته چې یا الله جل جلاله ما او زما اولاد په دې سعیده ډله کې حساب کړې ، بیا الله جل جلاله درته ځوی درکړ او په هغه دې سعید نوم کېښود.
اصلاً تاسې د خپلو خواهشاتو ، جذباتو ، آرزوګانو او د تمناګانو په اساس په شعوري ډول یا په غیرشعوري ډول د خپلو ځامنو نومونه ږدی ، او هغوی د خپلو خواهشاتو او آرزګانو مناسب ستریږي او قدرتي په عامو حالاتو کې هغه ستاسو د خوبونو تعبیر جوړیږي.
۶…. د اولاد لپاره انتخاب شوی نوم باید د ښه مفهوم ، سپیڅلی، په ذهن او فکر
باندې ښه اثر غورځونکی او د دین له اړخه مطلوب اثرات ورکونکي وي.
دا ټولې هغه خبرې وې چې د نوم کېښودلو په وخت ورته باید پاملرنه وشي او د انتخاب شوي نوم لپاره د دې خبرو ترغیب ورکړل شوی دی . ځینې خبرې داسې دي چې د نوم کېښودلو پر وخت باید ځان ترې وژغورل شي (هغه لاندې ذکر شوي دي)
۱ ….. (باید یو داسې نوم نوي چې هغه) په داسې فکر او احساس بناء وي چې هغه د اسلامي عقیدې او نظریاتو خلاف وي یا په ځانګړي ډول هغه نوم چې په هغې سره د توحید عقیدې ته زیان رسیږي ، لکه نبي بخش ، عبدالرسول (سخي داد) داسې نور.
۲ …. داسې نوم چې فخر، غرور یا لویي ترې څرګندیږي.
۳ …. داسې نوم چې غیراسلامي خواهشات او آرزوګانې ترې څرګندیږي ، او د الله جل جلاله له رحمت څخه لرې والی ترې په ډاګه کیږي.
۴…. داسې نوم چې د خپل ذات سره ترې ګناه او بدي لور ته نسبت کیږي لکه عاصیه ، حارقه ، حرب ، شهاب او داسې نور.
۵ …. داسې نوم چې تحقیر ، تذلیل یا تمسخر ترې څرګندیږي.
نور بیا..


















