ګډ حکومت په کوم لوري روان دی؟

 ډاکټر مقدس

د جان کیري په لاس جوړ شوی ګډ حکومت په خپله دوره کې د افغان ولس ناکامیو او بدنامیو ستر سبب شو، چې تر هر څه یې فساد او بې نظمه خپلسرې ملیشې جوړول هیواد دتباهۍ کندې ته ورټیل وهي.

 دا دی یو ځل بیا د اشرف غني او عبدالله تر منځ د یو لړ اختلافاتو څخه پرده پورته شوه، چې د پخوانیو اختلافاتو څخه نور هم زیات شوي دي، په رسنیو کې خپاره رپوټونه وايي چې د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې غړی جک ریډ د ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله سره کتلي او ددو تر منځ یې د راولاړو شویو اختلافاتو د حل لپاره منځګړيتوب کړی دی.

خبره دا ده چې تر کومه به دا ګډ مشران د ملت پر سرنوشت لوبې کوي او تر کومه به دوی خارجي همکاران سره پخلا کوي؟

عبدالله ته نږدې سرچینو ویلي دي، چې له ډاکټر عبدالله څخه اد جراییه ریاست ټول واک اخیستل شوی او تش په نوم په خپل پوسټ پاتې دی، ددوی په وینا د واک پر سر اختلافات اوج ته رسیدلي دي.

جان کیري وکولای شول د بې واکه ولسمشرانو په لرلو سره پر افغان قوم د یو بد برخلیک زیری وکړي، چې تر څو یې ملت په خپله غم ونه خوري ددوی په سرونو به دا لوبې جریان ولري.

دا دی په هیواد کې د امریکایانو عمومي قومندان جنرال نیکولسن په دې اندیښنه وښوده چې په امنیتي ځواکونو کې د کمزورې رهبرۍ له امله د مرګ ژوبلې کچه تر بل هر وخت لوړه شوی ده، په شین زور راغلي خارجي ځواکونه خو د افغان عسکرو د تسلیمیدو په ګړندي بهیر غوږ هم نه ګروي چې ولې د حکومت له لیکو یاد عسکر د طالبانو لیکو ته پناه وروړي؟ ښکاره خبره ده چې نور د اردو او پولیسو سرتیري نه غواړي د داسې یو بې سروسامانه او بل واکه حکومت په سر له خپله سره تیر شي.

د ولسي جرګې غړیو بیا د هیواد نا امنه وضعیت پړه پر خارجي پوځونو ورواچوله، ددوی په وینا په هیواد کې د وروستیو ناامنیو لوی دلیل د خارجي ځواکونو سره د امنیتي تړون لاسلیک کول وو، د ولسي جرګې غړو وویل چې باید په دې اړه له سره غور وشي.

همدا یې حل دی، چې باید د امنیتي تړون په ټولو مادو له سره غور وشي، چې ایا امریکايي او یا په هیواد کې میشت ناټو ځواکونه دې تړون ته ژمن پاتې شوي او که یې تر خپو لاندې کړی؟

د هیواد انارشي نظام جوته کړه، چې د ولسمشر لومړی مرستیال دې د خارجي هوايي ځواکونو په مټ د جنګ لومړۍ کرښې ته ولاړ شي او هلته دې په سیمه کې وحشت او قتل عام وکړي، چې په اړه یې څوک سڼ هم نشي کولای، یاد مرستیال دوستم چې په نږدې وختونو کې یې په خپلو پلویانو نر او ښځو وسلې وویشلې څه په ګوته کوي؟

دوی ټول خپل راتلونکی په خطر کې ویني او پوهیږي چې د جنایتونو بوجۍ مو پړسیدلي او یوه به مو ملت تر ګریوانه ونیسي، نو یې په هیواد کې خپل سري پیل کړې، څوک سره د واک نیم په نیم ویشلو اخته دي او څوک بیا شخصي ملیشې جوړوي.

زمونږ د ټولوناخوالو سبب د جان کیري ښکاره لاسوهنه ده، د نوي حكومت د چارواكيو د تمې او تكيې یواځینی لوری بهرنيان دي نه ولس، د دې پايله دا ده چې اوس په ټوله كې امنيتي وضعه د زوال په لور روانه ده.

په هیواد کې د فقر كچه ورځ تر بلې زياتېږي خپله اشرف غني وویل چې د هیواد له ۳۰ سلنې زیات وګړي په نهره خیټه اوده کیږي، بيكاري ورځ تر بلې زياتېږي، د جرايمو ګراف ورځ تر بلې پورته ځي، فحشا تر بل هر وخت زیاته شوی.

  داسې حکومتولي افغانان نه غواړي او نه یې ملاتړ کوي، كوم نظام چې د ولس له ملاتړه محروم وي پايله يې همدا ده چې په زوال به محكوم وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button