وال‌سټریټ ژورنال: حوثیانو له سعودي عربستان سره د جګړې د پای ته رسولو په بدل کې ۵۱ میلیارده ډالر غوښتي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۱۴مه)

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د هغو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران په ملاتړ حوثيانو له سعودي عربستان سره د جګړې د پای ته رسولو په بدل کې د ۵۱ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، حوثیانو دغه پیسې د سعودي عربستان د کلونو هوايي بریدونو او اوږدې محاصرې د زیانونو د جبران لپاره اړینې بللې او ټینګار یې کړی، چې سعودي دې دوی په رسمي توګه د یمن د واکمنانو په توګه هم په رسمیت وپېژني.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، حوثیانو په وروستیو میاشتو کې پر سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو او هوايي ډګرونو بریدونه زیات کړي او د یمن په ستراتیژیکو سیمو کې یې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

راپور زیاتوي، چې دغه ډله اوس د یمن جنوبي بندري ښار عدن ته هم نږدې شوې او د سعودي عربستان په وړاندې یې د پوځي فشار د زیاتولو هڅې روانې ساتلې دي.

راپور د شنونکو له قوله لیکي، چې سعودي عربستان له یوې خوا د جګړې د دوام او له بلې خوا له حوثیانو سره د خبرو اترو له سختو انتخابونو سره مخ دی؛ خو د ځمکنیو عملیاتو لپاره د کافي ځواکونو نشتوالی او د سیمه‌ییزو متحدینو د ملاتړ محدودیتونه یې د پوځي اقدام وړتیا کمزورې کړې ده.

بلخوا، شنونکي خبرداری ورکوي، چې د حوثیانو غوښتنو منل ښايي په راتلونکي کې هغوی دې ته وهڅوي، چې د نورو امتیازاتو او پیسو ترلاسه کولو لپاره بیا پوځي فشار ته مخه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button