واشنګټن پوسټ: د حوثیانو بریدونو سعودي عربستان له نوي امنیتي ګواښ سره مخ کړی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۵ل)

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د شنونکو له قوله راپور ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د پراخې جګړې په لړ کې د ایران ملاتړو حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي او ریاض یې له نوي امنیتي ګواښ سره مخ کړی دی.

د راپور له مخې، پر ریاض هوايي ډګر او د تېلو پر تاسیساتو بریدونو د انرژۍ نړیوال بازارونه اندېښمن کړي او د جګړې د پراخېدو احتمال یې زیات کړی دی.

د راپور له مخې، سعودي ملاتړو یمني ځواکونو د حوثیانو پر وړاندې ځوابي عملیات پیل کړي او هڅه کوي د سره سمندرګي پر لوېدیځ ساحل او د باب المندب تنګي ته څېرمه سیمې بېرته ونیسي.

شنونکي وايي، د حوثیانو له لوري د سعودي عربستان د تېلو پر تصفیه‌خونو او نورو مهمو تاسیساتو بریدونه کولای شي د تېلو او سون‌توکو پر بیو فشار زیات کړي.

په راپور کې د سعودي عربستان د پخواني استخباراتي مشر ترکي الفیصل له قوله هم ویل شوي، چې د حوثیانو د بریدونو له زیاتېدو سره د ریاض د پخوانۍ زغم‌محورې تګلارې دوام ستونزمن شوی دی.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې سعودي عربستان له امریکا څخه د استخباراتي مرستو ترڅنګ د لا زیات ملاتړ غوښتنه لري، خو واشنګټن تر اوسه د ریاض د غوښتنې په کچه مرسته نه ده کړې.

په ورته وخت کې، پاکستان له سعودي عربستان سره د دفاعي ملاتړ ژمنه کړې او ترکیې ویلي، چې له ریاض سره یې دفاعي تړون پوځي عملیاتو ته د داخلېدو په معنا نه دی.

شنونکي خبرداری ورکوي، چې د جګړې دوام نه یوازې د سعودي عربستان امنیت، بلکې د نړیوالې سوداګرۍ، د انرژۍ بازارونو او د دغه هېواد د ګرځندوی سکټور ته هم زیان رسولای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button