وال سټریټ ژورنال: څنګه درې هېوادونه ونه توانېدل چې د فلاي دوبۍ د الوتکې د نسکورولو هڅه ودروي؟

مخکې له دې چې د عمان تبعه همام الهمامي د فلاي دوبۍ د ۱۰۷۳مې الوتنې د کپتان تر شا ودرېږي او د بېړني حالت تبر پورته کړي، څو برید پیل کړي چې د الوتکې د نسکورېدو لامل کېدای شو، د درېیو هېوادونو چارواکو څو فرصتونه درلودل چې هغه له دې ځایه هم د الوتکې کاکپیټ ته له نږدې کېدو څخه منع کړي.
د راپور له مخې، عمان له دې وړاندې د الهمامي انلاین فعالیتونه څارلي وو او دې پایلې ته رسېدلي وو چې نوموړی له سختدریځو نظریاتو سره دومره زیاته علاقه لري چې د عمان د ملي هوايي شرکت «عمان ایر» د پیلوټ په توګه پرې باور نه شي کېدای.
د راپور له مخې، الهمامي له پیلوټۍ منع شو، د افراطیت ضد پروګرام ته شامل کړل شو او وروسته یې اداري دنده ترسره کوله؛ خو عمان د هغه په اړه خپلې اندېښنې له نورو هېوادونو سره په پراخه کچه شریکې نه کړې.
کله چې الهمامي د روان کال په فبرورۍ کې «فلاي دوبۍ» وګوماره، شرکت د هغه د پخوانۍ دندې د مسلکي سابقې د تایید لپاره له عمان سره اړیکه ونه نیوله. د استخدام له بهیر سره د یوه اشنا کس په وینا، شرکت یوازې د هغه د جرمي سابقې ارزونه وکړه او وروسته یې هغه د تل‌ابیب پر یوه حساس مسیر وګوماره، چې څو ځله یې دغه مسیر الوتنې وکړې.
د متحده عربي اماراتو چارواکي اوس د فلاي دوبۍ له هغو کارکوونکو څخه هم څېړنه کوي چې د الهمامي د استخدام په بهیر کې یې برخه لرله. فلاي دوبۍ ویلي چې د روانې څېړنې تر بشپړېدو پورې په دې اړه تبصره نه کوي.
د اسرائیلو له لوري هم یو فرصت له لاسه ورکړل شو
د راپور له مخې، د الهمامي د مخنیوي وروستی فرصت اسرائیل و، ځکه د عمان په څېر له هغو هېوادونو څخه چې له اسرائیلو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، پیلوټانو ته اسرائیلو ته د الوتنو اجازه نه ورکول کېږي.
اسرائیل بهرنیو هوايي شرکتونو ته امر کوي چې له رسېدو مخکې د مسافرو او د الوتکې د عملې نوملړونه وړاندې کړي. د اسرائیلو د مالیاتو ادارې ویلي چې فلاي دوبۍ د ۱۰۷۳مې الوتنې د مسافرو او عملې نوملړ استولی و، خو د ترانسپورټ وزارت ویلي چې دوی فکر نه کاوه د الوتنې د عملې د نوملړ د ارزولو لپاره لازم صلاحیت یا تخصص لري.
د وزارت په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې چې د مسافرو او عملې د معلوماتو ډیټابېس جوړ شوی، دوی هېڅکله د کومې الوتنې د مسافرو یا عملې د نوملړ د کتلو غوښتنه نه ده کړې او حتی نه وو خبر چې دغه معلوماتو ته لاسرسی لري.
د ۲۰۲۴ کال یوه محرم راپور هم د اسرائیلو د ترانسپورټ وزارت د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو د امنیت په برخه کې د کافي څارنې د نه کولو له امله نیوکه کړې وه.

الهمامي څنګه د الوتکې پر کاکپیټ برید وکړ؟

د فلاي دوبۍ ۱۰۷۳مه الوتنه تل‌ابیب ته روانه وه چې د مسیر له نیمایي لږ وروسته پېښه رامنځته شوه.
د الوتکې کپتان سمیټ ماتچخار ویلي چې د هغه مرستیال پیلوټ ترې د لمانځه لپاره اجازه وغوښته، خو وروسته یې د بېړني حالت په تبر څو ځله پر هغه برید وکړ.
کپتان وتوانېد چې د کاکپیټ دروازه پرانیزي او یو شمېر مسافر ور دننه شي. مسافرو له مرستیال پیلوټ سره مقابله وکړه او د الوتکې د کنټرول په بېرته ترلاسه کولو کې یې له کپتان سره مرسته وکړه.
د متحده عربي اماراتو لوی څارنوال د شنبې په ورځ ویلي چې مرستیال پیلوټ د یوه ترهګریز اقدام هڅه کړې وه. د حکومتونو اړوندو ارزونو ته د نږدې کسانو په وینا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او اسرائیل شک لري چې هغه غوښتل الوتکه په تل‌ابیب کې راوغورځوي.
تر اوسه څېړنو نه ده موندلې چې الهمامي دې له کومې بهرنۍ دولتي ادارې یا لویې ترهګرې ډلې سره اړیکه لرلې وي، او درې واړه هېوادونه څېړي چې ایا نوموړي یوازې دا اقدام کړی و که نه.

د الهمامي پخوانۍ سابقه:
الهمامي ۲۹ کلن عمانی دی، پلار یې عمانی او مور یې سوریه ده. نوموړی په دوبۍ کې اوسېږي او د ځوانۍ پر مهال یې د سوریې د کورنۍ جګړې په کلونو کې دغه هېواد ته څو ځله سفرونه کړي وو.
د راپور له مخې، څېړونکي دا احتمال هم ارزوي چې نوموړي ښايي په سوریه کې د سختدریځو نظریاتو په منلو پیل کړی وي.
الهمامي په استرالیا کې هم زده کړې کړې وې او د اسرائیلو او اماراتو چارواکي د هغه د استرالیا د اوسېدنې او زده کړو دوره هم څېړي. د استرالیا د ویکټوریا ایالت د ترهګرۍ ضد ګډې ډلې هم د هغه له استرالیا سره د اړیکو په اړه څېړنه پیل کړې ده.
الهمامي په ۲۰۱۸ کال کې له عمان ایر سره یوځای شو او د ۲۰۲۲ کال په پیل کې پیلوټ شو. په ۲۰۲۴ کال کې عماني چارواکو وموندله چې هغه د سختدریځو نظریاتو اړوند وېبپاڼې او بلاګونه ګوري. له همدې امله له الوتنې منع او د افراطیت ضد پروګرام ته شامل شو او وروسته اداري دنده ورکړل شوه.
نوموړي د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې عمان ایر پرېښود. د همدې کال په اوړي کې یې مراکش ته سفر وکړ او هڅه یې وکړه چې د مراکش له ملي هوايي شرکت سره دنده ترلاسه کړي، خو له درې میاشتني روزنیز پروګرام وروسته استخدام نه شو.
د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې فلاي دوبۍ ته شامل شو.

د امنیتي نظام ستونزه؛
د راپور له مخې، د الهمامي قضیه ښيي چې د هوايي چلند د امنیت په برخه کې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو شریکول او د پیلوټانو د سابقې ارزونه څومره مهمه ده.
متخصصین وايي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې بریدونو او د ۲۰۱۵ کال د جرمن وینګز ۹۵۲۵مې الوتنې له قصدي نسکورېدو وروسته، د هوايي چلند امنیت له یوې ستونزمنې معادلې سره مخ دی: له یوې خوا باید کاکپیټ له خطرناکو مسافرو خوندي شي او له بلې خوا باید داسې شرایط هم موجود وي چې د یوه سرغړونکي یا خطرناک پیلوټ پر وړاندې اقدام ممکن وي.
د هوايي امنیت د متخصصینو په وینا، اصلي مسؤلیت باید د استخباراتي ادارو پر غاړه وي، څو د احتمالي ګواښ سرچینه تر دې وړاندې وپېژني چې هوايي ډګر ته ورسېږي.
د امریکا د «اوسپري فلایټ سولوشنز» شرکت شریک بنسټګر او د استخباراتو مشر ماتیو بوري ویلي، که دا پېښه د پلان شوي جهادي ترهګریز برید هڅه وه، نو د هغه تر هوايي ډګر پورې له رسېدو مخکې په څو پړاوونو کې استخباراتي نیمګړتیاوې رامنځته شوې دي.
د متحده عربي اماراتو، عمان او اسرائیلو چارواکو په خصوصي خبرو کې ویلي چې د پېښې په تړاو د ټولو اړخونو له لوري جدي نیمګړتیاوې رامنځته شوې دي؛ له دې ډلې د اماراتو او اسرائیلو د پلټنې بهیرونه او له عمان څخه د الهمامي په اړه د معلوماتو د شریکولو څرنګوالی.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم د یکشنبې په ورځ ویلي چې نوموړي د اسرائیلو پر لور د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو اړوند امنیتي کړنلارې د بیا ارزونې امر کړی دی.
د راپور له مخې، د پېښې له جزیاتو وروسته دا پوښتنه جدي شوې چې څنګه د عمان تبعه، چې د اسرائیلو د مقرراتو له مخې یې باید د دغه هېواد پر لور د الوتنې اجازه نه درلوده، د فلاي دوبۍ د الوتکې تر مرستیال پیلوټۍ ورسېد.
د اسرائیلو د ترانسپورټ وزارت ویلي چې د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو د امنیت مسؤلیت لري، خو د دغو الوتنو د عملې د کسانو د مستقیمې ارزونې لپاره لازم استخباراتي امکانات نه لري او پر هوايي شرکتونو تکیه کوي چې د پیلوټانو شالید وڅېړي.
د اسرائیلو د دولت د ۲۰۲۴ کال په محرم راپور کې هم د هوايي چلند د امنیت په سیستم کې د ادارو ترمنځ د مسؤلیتونو د نامعلومو حدودو او د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو د امنیت د څارنې د ستونزو یادونه شوې وه.
د هوايي امنیت پخواني اسرائیلي چارواکي ایتان بن داوید ویلي، اسرائیل باید د الهمامي د تابعیت له مخې د هغه د الوتنې مخه نیولې وای.
نوموړي ویلي: «داسې ښکاري چې نومونه په سمه توګه نه دي ارزول شوي او مناسبه پلټنه نه ده شوې؛ له همدې امله موږ دې حالت ته ورسېدو. باید له دې پېښې سره داسې چلند وشي لکه ناورین چې واقعاً رامنځته شوی وي.»

مربوطه مطالب

Back to top button