المیادین: ایران له واشنګټن سره د هر ډول هوکړې لپاره د جګړې د سمدستي پای غوښتنه کړې/ بشپړ جزيات

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۵ل)

د المیادین شبکې د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ایران د امریکا له وروستي وړاندیز سره په خپل ځواب کې د بندیزونو د لرې کېدو، د تېلو د صادراتو د ازادېدو او د محاصرې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، دغه ځواب د پاکستاني منځګړي له لارې واشنګټن ته لېږدول شوی او پکې د لبنان د اوربند موضوع هم شامله ده.

سرچینو ویلي، تهران د لبنان د اوربند مسئله د خپلو «سرو کرښو» برخه ګڼي او ځینې تفاهمونه یې په لبنان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو له ضمانتونو سره تړلي دي.

د راپور له مخې، ایران ټینګار کړی چې له امریکا سره هر ډول احتمالي هوکړه باید د اعلان سره سم د جګړې د سمدستي درولو ضمانت ولري.

المیادین زیاته کړې، چې ایران د امریکا د بندیزونو د لغوه کېدو، د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو او د ایران د تېلو پر خرڅلاو د «اوفک» محدودیتونو د ختمېدو غوښتنه هم کړې ده.

سرچینو همداراز ویلي، وړاندیز شوې هوکړه د جګړې له درولو وروسته د ۳۰ ورځنیو مذاکراتو طرحه لري، څو د تفاهم جزییات وڅېړل شي، او اوس مهال د تهران او واشنګټن خبرې په لیکلي ډول د پاکستاني منځګړي له لارې دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button