جنرال مسعود اندرابي د ملي امنيت لپاره مشر سر پرست معرفي شو

کابل (کابل ټکی کام : جمعه، ليندۍ،۲۰مه ۱۳۹۴ ل)

د افغانستان د ملي امنيت لوي ریاست ادارې په خپلې خپرې شوې خبر پاڼه کې ويلي دي، چې د ګډ حکومت لومړي مشر اشرف غني مسعود اندرابي د رحمت الله نبيل له استعفا وروسته د افغانستان د ملي امنيت لوی ریاست سر پرست مشر  په توګه وټاکه.

رحمت الله نبیل هغه مهال خپله استعفی وړاندې کړه کله چې اشرف غني پاکستان ته د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ګاوندي هېواد پاکستان ته سفر وکړ.

د اشرف غني په دغه سفر باندې رحمت الله نبیل له لوري تندې نيوکي شوې وې او دده په حال يې د تاسف اظهار کړی وه .

نبيل تېره ورځ  پنجشنبې په ورځ د ډسمبر ۱۰مه نېټه په رسمي ډول خپله استعفا اشرف غني ته وړاندې کړې وه او هغه ومنله .

نن  د ارګ ماڼې کې د افغان ګډ حکومت لومړي مشر او اجرائیوي رئیس په ګډون بېړنۍ امنیتي غونډه جوړه شوه، چې په ترڅ کې يې جنرال مسعود اندرابي د دغې ادارې د سرپرست په توګه معرفي شو .

مسعود «اندرابی»  نن جمعې په ورځ د ۱۳۹۴ لمریز کال د لیندي میاشتی (۲۰ نیټه ) څخه د افغانستان د ګډ  حکومت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا د ملی امنیت لوی ریاست رهبری او منسوبینو ته ور وپیژندل شو او نومړي خپل کار دپیل کړ .

د افغانستان د ملی امنیت لپاره د لوی ریاست د سرپرست جنرال مسعود اندرابی پیژندنه :

تورن جنرال محمد مسعود اندرابی چې تر دا مهاله یې د ملی امنیت لوی ریاست د اوپراتیفی مرستیال په توګه دنده تر سره کړی، د مدیریت او معلوماتی تکنالوژی په برخه کې یې لوړې زده کړي لري.

جنرال اندرابی د ملی ژبو سر بیره په عربی، اردو او انګلیسی ژبو باندې هم په بشپړه توګه بلدیت لري. ښاغلی اندرابی د بغلان ولایت په اندراب ولسوالی کې زیږدلی ، متاهل او دوه لورګاني او یو زوی لري.

اندرابی د لوړو زده کړو له پای ته رسولو وروسته، په داخلي او نړیوالو نهادونو کې په بیلابیلو پستونو کې دنده تر سره کړی ده. نوموړی اووه «7» کاله د نړیوال سازمان په پراختیایی دفتر کې د افغانستان لپاره د پراختیایی پرګرامونو د مسؤل په توګه پاتې شوی دی.

اندرابی د ملی امنیت لوی ریاست د رهبري په کچه دنده تر سره کړې . له دوو کالو راهیسی د ملی امنیت لوی ریاست د اوپراتیفی مرستیال په توګه دنده ترسره کوله. مسعود اندرابی د هیڅ یو سیاسی ګوند غړیتوب او د هیڅ کوم بهرنی هیواد تابعیت نلري.
بدرالدين ځواك

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button