مهم خبر : کابل ښار لسمې حوضې شېرپور کې یوه میلمستون کې جګړه روانه ده

کابل (کابل ټکی کام : جمعه، ليندۍ،۲۰مه ۱۳۹۴ ل)
ماښام پر مهالني وخت شپږ بجې دکابل لسمې حوضې اړوند شیرپور سیمه کې د بهرنیانو یوه میلمستون ته څو تنه سرتيري برید کونکي ختلي جګړه روانه ده .
د لومړنيو معلوماتو پر اساس لومړی دغلته یوه زوروره چاودنه وشوه، د چاودنې غږ ډیر لرې اورېدل شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه راستولې خبر پاڼه کې ويلي دي ، چې نن ماښام دکابل ښارشیرپورسیمه کې دبهرنیویوه میلمستون ته ګڼ شمیرسرښندونکي ننوتل، شدید بریدونه دوام لري، درانه تلفات اوښتي دي.
دغه راز له سیمې نه عیني شاهدان وايي چې د سپکو وسلو ډزې اورېدل کيږي، شاو خوا سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده ده .
نور جزئیات به وروسته پرلیکه شي
سليم بریال


