کابل کې درنده چاودنه او ډزې
کابل ټکی کام ۲۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
نن ماښام د کابل د هسپانیې سفارت ته څېرمه د یوې درندې چاودنې څخه وروسته ډزې روانې دي.
د سیمې څخه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي دي چې چاودنه د بهرنیو یوه مېلمستون ته څېرمه شوې ده.
په خبر کې نور مالومات نه دي ورکړل شوي، خو دومره ویل شوي دي چې په دغه سیمه کې د جنرال دوستم او د دفاع د پخواني وزیر بسم الله خان کورونه دي.


