آیا موږ رښتیا بدل شوي یو؟

مهاجر فراهي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وزیر
ټول افغان کاله ته زموږ تاریخچه معلومه ده، زموږ لومړنی امارت، بیا د اشغال پیل او په وړاندي یې زموږ جهاد او مبارزه.
د جهاد په شل کاله موده کې زموږ د تمویل مراجع، د شپه تېر ځایونه، د خلکو بې درېغه مرستې او کومکونه دا هغه څه دي چې دوست او دښمن ټول ترې خبر دي.
شل کاله ډېره موده ده، په دې وخت کې زموږ د ډېرو خلکو سره راشه درشه، تعلق او شناخت پیداسو، د ډېرو لیرو ولایتونو او ولسوالیو خلکو سره مو پیژندګلوي وشوه، دا اړیکې څرنګه چې د اسلامي اخوت او ورورګلوۍ په بنا وې، د سختیو او مشکلاتو دور وو نو دېري خوږې او صمیمانه وې.
کله چې فتوحات راغلل او هماغه مجاهدین چې د خلکو لخوا یې اکمالات کیدل، بسپنې او مرستي ورسره کېدلې مسۇلین او چارواکې شول، څوک وزیران شول، څوک والیان او معینان، څوک ولسوالان، رئیسان او قومندانان، نور بیا د قضا او نورو مختلفو منصبونو ته ولاړل.
اوس د ډېرو خلکو څخه د ګېلو او ماڼو په شکل اورو چې ګواکې مجاهدین شناخت نه کوي، څوک وایې تلفون نه پورته کوي، څوک وایې د سلام جواب نه راکوي، ځیني بیا اعتراض کوي چې ګواکې په رډو سترګو ځان ناګاره اچوي چې ګواکې موږ او تاسو نه سره پیژنو.
که رشتیا ووایو افغان ولس په ډېر سخت حالت کې زموږ ننګه کړې وه، زموږ لامله به یې خپل اهل او عیال په خطر کې اچول، هغه بزګر او دهقان چې د ورغوي په تڼاکو به یې خپل اولاد ته روزي ګټل هماغه ګوله به یې زموږ سره نیم کول.
کوربه به په شپو شپو په یواځي ځان پر مجاهدینو پیره کول او ځان او ټوله کورنۍ به یې په خطر کې اچول، موږ ډېر داسي مثالونه لرو چې مجاهدینو ته به د شپې ورکولو لامله به کورونه بمبارشول خلک به یې زندانیان شول او د بلها ستونزو او کړاوونو سره به مخ شول.
اوس پوښتنه داده آیا په رشتیا موږ بدل شوي یو؟
آیا داد ځوانمردۍ او میړاني سره په ټکر کې نه ده چې موږ دداسي یو ولس څخه مخ اړوو چې د دوی د قربانیو او مرستو له برکته موږ دې مقام را رسیدلي یو؟
آیا منصب او مقام په دې ارزي چې موږ دومره پرې مغرور شو چې خپل اصل او وفاداري بدله کړو؟
آیا څوکۍ او حکومتي منصبونه دوامداره دي چې ورباندي دومره ډاډه وسو چې د هغه خلکو څخه مخ اړوو چې په سختو حالاتو کې یې زموږ ننګه کړې وه؟
آیا داد شهیدانو او تللیو ملګرو د ارمانونو سره جفا نه ده چې د دوی د اولادونو، وروڼو او کورنیو سره موږ روابط قطعه کړو؟
قدرمن وزیر صیب!
محترم والي صیب!
جناب معین صیب!
ښاغلی قومندان صیب!
حضرت سکرتر صیب!
او……. آیا خبر یې تر تا وړاندي څومره خلک پر دې څوکیو تللي او راغلي دي، اوس لا وخت لرو چې خپل نقصانات جبیره کړو، بیرته خپلو خلکو ته مراجعه وکړو، ملاقات ورکړو، خبره یې واورو، له نزدې یې حال احوال واخلو، خپل محافظین او رابطین پوه کړو چې خلکو ته په سړیتوب او په ښو اخلاقو ځواب ورکړي. زه شخصا د داسي مسۇلینو سره مخ شوی یم چې په ورځو ورځو د ځینو ملګرو له خوا د تلفون ځواب نه راکول کیږي، نو د بدبخته دهقان او بيچاره به څه حال وي.
دا نه په اسلام کې ځای لري او نه هم زموږ د افغاني دود او فرهنګ برخه ده چې د سختو ورځو یاران د هوسایۍ په حالت کې پرېږدو.



