اشرف غني: په افغانستان کې د امریکا پر مالي او ځاني قربانیو باید سترګې پټې نه شي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۷)
جمهور رئیس اشرف غني چې تیره ورځ له طلوع نیوز سره خبرې کولې د امریکا له پوځي شتون څخه په کلکه دفاع وکړه او د هغوی په پاتې کیدلو یې ټینګار وکړ.
غني وویل، د امریکا پر اراده په هیڅ برخه کې شک نه لري، ځکه د ده په خبره امریکا تیر اتلس کاله په افغانستان کې مالي او ځاني قربانۍ ورکړې دي چې دوی ترې قدرداني کوي.
غني د امریکا ولسمشر ته د لیک په اړه وویل، چې ټرمپ ته یې لیک استولی او هلته پرې بحث روان دی او ده ټرمپ ته لیکلي، چې د امریکا لگښت باید په افغانستان کې کم شي او ځواکونه یې هم په بیړه له افغانستان څخه و نه وځي.
غني وویل له امریکا سره دوامدارملګرتیا غواړي او پر اراده یې یوه ذره شک هم نه لري.
هغه زیاته کړه که امریکا امنیتي تړون لغوه کاوو یوه میاشت وړاندې به دوی خبروي
نوموړي د مسکو غونډه یوه خیالي ناسته وبلله او په وینا یې چې د مسکو په ناسته کې ګډونوال د خپل نظر د څرګندولو حق لري، خو دا خلک هېڅ ډول اجرائیوي واک نه لري، او باید له ځانه پوښتنه وکړي چې په مسکو کې د چا استازیتوب کوي



