د ټرمپ وینا ته د افغان حکومت غبرګونونه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۷)
نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملت ته خپله کلنۍ وینا وړاندې کړه چې د کورنیو مسائلو سربیره یې د ګڼو بهرنيو مسایلو په هکله هم خپله پالیسي واوروله.
هغه د افغانستان په تړاو وویل، له طالبانو سره مو رغنده خبرې پیل کړې او امید شته یوه جوړجاړي ته ورسیږو.
نوموړي دغه راز څرګنده کړه چې هلته مو ۷۰۰۰زره سرتیري و وژل شول ۵۲زره ټپیان شول ۷تریلیون ډالر مو خرڅ کړل، خو پایله یې بیا هم نده روښانه.
د ټرمپ دغې وینا ته د افغان حکومت بیلابیل غبرګونونه مخته راغلي؛ د د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند عارف صمیم ویلي، له طالبانو سره د خبرو په هکله افغان حکومت له امریکا سره ټینګې اړیکې لري چې دا اړیکې د دواړو هیوادونو په ګټو ورټولې دي.
نوموړي زیاته کړه، دلته باید متحده آیالات د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خوندیتابه خیال وساتي نه د راتلونکي وتلو.
ّدغه راز د اجرایه ریاست ویاند فریدون خوزون ویلي،
امریکا له افغانستان سره ستراتیژیک امنیتي تړون لري او دا چې افغان ځواکونه د امریکایانو روزنې او مرستو ته اړتیا لري هیله ده چې امریکا مو په نیمایي لار کې پرې نږدي.
د اجرایه ریاست سلاکار نصرالله ستانکزی وایي، که د کانګرس پریکړه نمایشي نه وي؛ ټرمپ نه شي کولی په مستقله توګه خپل ځواکونه وباسي.
بل لور ته د طالبانو د سیاسي دفتر غړي سهیل شاهین ویلي، “ په لومړي ګام کې مونږ د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتونکي یو؛ خو د بهرنیانو تر وتلو وروسته غیر نظامي بهرنیان کولی شي راشي او د هیواد په بیا جوړولو کې او پیشرفت کې برخه واخلي.



