ورځپاڼه: ټرمپ به افغانستان کې احتمالي بريا په ماتې بدله کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۰)

د واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې د افغانستان د روان وضعيت او له دغه هيواده د امريکايي ځواکونو د ايستلو په اړه په يوه مطلب کې ويلي چې ډونالډ ټرمب به په افغانستان کې د امریکا احتمالي بريا پر ماتې بدله کړي.

په مطلب کې راغلي، ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ايستل ډير په بيړني ډول ترسره کوي چې دغه چاره به افغاستان یو ځل بيا د جګړو پر ميدان بدل کړي.

د سرچينې په وينا، دا مهال افغانستان د خونړيو جګړو شاهد دی خو ټرمپ بيا هم د خپلو عسکرو د ايستلو پر پریکړه ټينګار کوي.

واشنګټن پوسټ ليکي، ټرمپ د اوباما له ناکامو تجربو درس نه اخلي او غواړي د سولې د یوې باوري هوکړې تر رامنځته کيدو مخکې خپل ځواکونه له افغانستانه اوباسي.

مطلب زياتوي، لومړی بايد ټرمپ ځان د افغانستان د وضعيت په اړه ډاډمن کړي او بيا د خپلو ځواکونو ايستل پيل کړي کنه له دې پرته به په افغانستان کې د امریکا احتمالي بريا له شرموونکې ماتې سره مخ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button