(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۰)
د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، په دغه هيواد کې د حکومت مخالفو ګوندونو په يوه ګډه غونډه کې پريکړه کړې چې د واکمن تحريک انصاف ګوند د سياستونو په غبرګون کې به په شريکه د لاريونونو په ترڅ کې پلازمينه اسلام اباد وتړي.
یاده غونډه پرون دوشنبه د جمعيت علماء اسلام ډلې د یوه مشر طلحه محمود په کور کې جوړه شوې وه.
د غونډې پر مهال، د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ويلي چې واکمن تحريک انصاف ګوند د فساد په اړه د حساب ورکولو په پلمه د سياسي ګوندونو مشران هدف ګرځوي.
فضل الرحمن یوې خبري غونډې ته وويل، په ګډه سره مو یوه کميټه جوړه کړه تر څو د خپلو غوښتنو په تړاو په یوې اوونۍ کې یوه مسوده چمتو کړي او له هغې وروسته به د اګست په ۲۹مه د ټولو ګوندونو ګډ کنفرانس جوړيږي.
که څه هم رسنيو د فضل رحمن له قوله ليکلي، چې د حکومت مخالفو سياسي مشرانو پريکړه کړې څو اسلام اباد د يوه لاريون په ترڅ کې وتړي په وينا چې (دا به د حکومت پر تابوت د وروستي ميخ لګولو په څير وي) خو تر اوسه د دغه لاريون په اړه ځکه د ټولو ګوندونو موافقه نه ده شوې چې د مسلم ليګ نواز ګوند مشر او د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري پکې ګډون نه و کړی.


















