(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۷)
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماريا زخرووا ويلي، چې مسکو حاضر دی څو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په اړه ضمانت وکړي.
دغه څرګندونې د روسيې دولتي خبري اژانس د زخروا له قوله ليکلي چې: “روسيه د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کې د دريمګړي او ضمانت کوونکي په توګه ګډون ته چمتو ده”.
تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي و چې طالبانو روسيې او چین ته له امريکا سره د سولې تړون د ضمانت بلنه ورکړې ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه تړون به څنګه او چیرته کيږي او په دې اړه هم معلومات نشته چې د سولې د احتمالي تړون د ضمانت غوښتنه واشنګټن کړې که څنګه.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات روان دي او دواړو غاړو په وينا چې په ډيری مسايلو موافقه شوې او هوکړه لاسليک ته چمتو ده.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تازه په خپله رسمي ټویټرپاڼه ليکي، چې تيره شپه تر دوو بجو خبرې روانې وې او د پنج شنبې په ورځ لس بجې بله ناسته پيلېږي.

