سهيل شاهين: بيګا تر دوو بجو خبرې روانې وې؛ نن لس بجې بله ناسته لرو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۷)
د قطر په مرکز دوحه کې لا هم د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ نهم پړاو مذاکرات دوام لري.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند سهيل شاهين وايي، پرونۍ خبرې بيګا تر دوو بجو وغځيدې او نن به یو ځل بيا لس بجې بله ناسته پيل شي.
د شاهين په وينا، په بيګانيو خبرو کې د طالبانو سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر او ډاکټر خليلزاد هم شتون درلود.
نوموړي په تازه ټويټ کې ويلي: “نن د امریکا مذاکراتي ټيم سره مو د شپې تر دوه نیمو بجو پورې خبرو دوام درلود. محترم ملا صاحب برادر او ډاکتر خلیلزاد هم موجود وو. په مهمو ټکیو پرمختګ وشو. سبا دورځې یوه بجه به د یاد ټيم سره بله ناسته لرو، . ان شاالله”.
طالب ویاند سهيل شاهين پرون په يوه ټويټ کې ويلي و چې امريکايانو سره وروستي توافق ته نږدې شوي او هيله يې څرګنده کړې وه چې ژر به خپلواکۍ غوښتونکي اولس ته ښه زیری ولري.
له تير یوه کال راهيسې د طالبانو او امريکا تر منځ مذاکرات روان دي چې د دواړو غاړو په وينا ښايي نهم پړاو مذاکراتو کې هوکړه نهايي او لاسليکونه پرې وشي.
تر اوسه د دغه هوکړې جزيات په دقيق ډول رسنيو ته په لاس نه دي ورکړل شوي خو ويل کيږي چې امريکا په اتلس مياشتو کې د ټولو ځواکونو د ايستلو پريکړه کړې او دا چې طالبان به د دې ضمانت ورکوي چې له افغانستانه به امريکا ته ګواښ نه پيښېږي.


