کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي”یوځل بیا د اسلامي امت پر یووالي ټینګار کړی او له مسلمانانو یې غوښتي چې د امریکا او اسرائیلو د سیاستونو پر وړاندې یو دریځ غوره کړي.
نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې د اسلامي نړۍ ستونزې د تفرقې او بېاتفاقۍ له امله زیاتې شوې دي او که مسلمانان سره یو موټی شي، نو کولی شي د بهرنیو فشارونو او ګواښونو پر وړاندې په مؤثره توګه ودرېږي.
حوثي زیاته کړې چې د فلسطین مسئله د ټول اسلامي امت ګډه مسئله ده او باید هېڅ هېواد یا ملت ترې ځان جلا ونه ګڼي. هغه د اسلامي هېوادونو له حکومتونو او ولسونو وغوښتل چې د فلسطین د خلکو ملاتړ جدي وګڼي .
د انصارالله مشر همداراز ټینګار کړی چې د امریکا او اسرائیلو سیاستونه په سیمه کې د بېثباتۍ لامل شوي او د دې حالت د بدلون لپاره د مسلمانانو یووالی او همغږي اړینه ده.
هغه په پای کې ویلي، چې د اسلامي امت ځواک په یووالي کې نغښتی دی او یوازې د ګډ دریځ له لارې کولی شي د خپلو ارزښتونو او مقدساتو دفاع وکړي.


















