کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۵ل)
د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو اعلان کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د داسې سترو بالستیک توغندیو ازموینه ترسره کړي چې د ویشتلو واټن به یې نږدې ۴۰۰۰ کیلومترو ته رسېږي.
ایراني چارواکو ویلي چې دا ګام د هېواد د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا او پرمختګ په موخه اخیستل کېږي. د دوی په وینا، که دا ازموینه په بریالیتوب سره ترسره شي، نو دا به د ایران د توغندیز پروګرام په تاریخ کې یو مهم پرمختګ وي.
د یادونې وړ ده چې دغه ډول لیرې واټن ویشتونکي توغندي کولی شي نه یوازې د سیمې دننه، بلکې له سیمې بهر اهداف هم په نښه کړي، چې دا چاره د پوځي توازن او امنیتي معادلو پر وضعیت اغېز لرلی شي.
کارپوهان باور لري چې د دې ازموینې ترسره کېدل به د سیمې او نړۍ د امنیتي وضعیت په اړه نوي بحثونه راولاړ کړي.


















