کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۵ل)
د عراق د پارلمان مرستیال مشر” مقداد الخفاجي” ټینګار کړی، چې د امریکايي ځواکونو شتون د عراق د بشپړې خپلواکۍ پر وړاندې ستر خنډ دی او نوی حکومت باید د دغو ځواکونو حضور پای ته ورسوي.
نوموړي ویلي، چې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون نه یوازې د عراق د حاکمیت خلاف دی، بلکې د امنیتي ځواکونو د اغېزمن رول مخه هم نیسي. د هغه په وینا، دا وضعیت د دې سبب شوی چې عراقي ځواکونه د خپلې خاورې په دفاع کې خپل اصلي او بشپړ رول ونه لوبوي.
الخفاجي زیاته کړې چې د عراق پر هوايي حریم د امریکا پراخ کنټرول او د پوځي اډو نه تخلیه کېدل، د هېواد دفاعي وړتیاوې کمزورې کړې دي. هغه وویل، چې دغه وضعیت د عراق د هوايي دفاعي سیستمونو د پراختیا او د بېپيلوټه الوتکو ضد عصري تجهیزاتو ته د لاسرسي مخه نیولې ده.
نوموړي دا هم وویل، چې د امریکا له لوري د عراق د هوايي حریم سرغړونې دوام لري، چې دا د ملي حاکمیت ښکاره نقض دی.
په ورته وخت کې، څه موده وړاندې د الانبار ولایت یوې امنیتي سرچینې ویلي وو چې د امریکا او اسرائیلو جنګي او بېپيلوټه الوتکو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې بیا الوتنې پیل کړې دي، خو د دغو عملیاتو موخه نه ده څرګنده شوې.
د عراقي پارلمان مرستیال مشر په پای کې ټینګار کړی،چې د هېواد د بشپړې خپلواکۍ او دفاعي پیاوړتیا لپاره باید د بهرنیو ځواکونو حضور ته د پای ټکی کېښودل شي.


















