اسرائیلي اولسمشر د نوي حکومت جوړولو واک د نتنیاهو رقیب ته ورکړی

کابل ټکى کام (پنجشنبه ، ٢ لړم ،١٣٩٨ل)
د اسراییلو ولسمشر “ریووین ریولن” د نوي حکومت جوړولو صلاحيت د شین او سپین اتفاق مشر بني ګانتز ته سپارلی دی، د يادونې وړ ده چې اولسمشر لومړی دا صلاحيت لومړی برحال لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته سپارلی و؛ خو هغه د اساسي قانون له مخې په ټاکل شوې موده کې د یو ګډ حکومت په جوړولو کې پاتې راغی.
اسرائیلي اولسمشر د سپټمبر د ۱۷ مې په ټاکنو کې د لومړي وزیر نتنیاهو رقیب “ګانتز” سره په لویدیځ بیت المقدس کې اولسمشرۍ ماڼۍ کې وليدل او د نوي حکومت جوړولو دنده يې ورکړه.
د دې هيواد د قانون پر اساس “ګانتز ” باید په ۲۸ ورځو کې يو ائتلافي حکومت جوړ کړي او که چیرې په دې موده کې د حکومت په جوړولو ونه توانيد، بيا به اولسمشر د راتلونکي ګام په اړه پرېکړه کوي.
که څه هم “ګانتز” د دې کار سرته رسولو ژمنه کړې؛ خو ددې هیواد سیاسي کارپوهان بیا په دې اند دي چې نوموړی به هم د لومړي وزیر “نتنیاهو” په څیر ددې کار په کولو بريالی نشي.
د “ګانتز” په مشرۍ د شین او سپین اتفاق او دوه نور کیڼ اړخه ګوندونه چې ددوی ملاتړي دي، په ولسي جرګه کې ټولې ۴۴ څوکۍ لري او د حکومت جوړولو ته لږ تر لږه ۶۱ رایو ته اړتیا ده.
سږ کال د دویم ځل لپاره اسرائیلو کې ټولټاکنې وشوې خو هیڅ سیاسي ګوند په کې په یواځې ځان د حکومت د جوړولو لپاره ۱۲۰ څوکیو نه ۶۱ څوکۍ ترلاسه نه کړې.



