د دفاع وزارت لخوا حکومتي عسکرو ته لېږدول شوې ژمنۍ توکې د طالبانو لاس ته لوېدلي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲۷ لړم ، ١٣٩٨ل)
سلام وطندار خبري شبکې راپور ورکړی چې د مرکزي حکومت له لوري حکومتي عسکرو ته لېږدول شوې ژمنۍ توکې(کورتۍ _لباسونه) د طالبانو لاس ته لوېدلي.
یادې شبکې د جوزجان ولایت د سیمیزو امنیتي چارواکو له قوله خبر ورکړی، دا توکې چې د دفاع وزارت غوښتل په درزاب ولسوالۍ کې یې خپلو عملیاتي افغان ځانګړو ځواکونو ته د هوا له لارې ورسوي، په اشتباه سره د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې لویدلي او هغوی ترلاسه کړي دي.
سرچینه وایي، د ځانګړو عملیاتي ځواکونو لپاره ۳۶۰ ژمني لباسونه چې په دو چورلکو کې بار وه، د سخت باد له امله د طالبانو تر واک لاندې ساحه کې لویدلي دي.
د طالبانو یوې معتبرې سرچینې هم د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا ۳۶۰ کورتۍ دوی ته په لاس ورغلي دي.



