د جمهوريت ساتونکي…!

غورځنګ
د زړه درد!
مور يې په ډېر تکليف او زحمت رالوی کړي، پلار يې د ده د نفقې لپاره، د کاليو لپاره چې پر تن پټ وي، يخ او يا هم ګرمي يې ونه وهي؛ يوه تياره له کوره وځي او بله تياره بيا کور ته راځي. ټوله ورځ يې ورڅخه د خولو بوی ځي، نه يې هم له نورو بچيانو سره د ورځې ليدل وکړل او نه يې هم له خپلې بي بي سره د مينې او محبت خوږ مجلس وکړ، بلکې ټوله ورځ لګيا وي، د خپل نازولي زوی لپاره روزي او نفقه ګټي.
د اخترونو په ورځو کې يې پلار بېچاره په زړو کاليو کې اوسي خو ده ته که له هره ځايه وي، نوی رخت راوړي او بيا يې ورته په ښه خياط ګنډي، تر څو په خپلو همزولو کې ځان ورته ټيټ ښکاره نشي.
مور يې هم خورا زيات تکاليف ورسره تېر کړي، ځان يې په اور کې نيولی وي، خو دی لويوي، د ده لپاره يې مور ټوله شپه بې خوبه تېروي تر څو دی ويده شي، مورکۍ د خپل زوی لپاره هر رنګه تکاليف تېروي خو زوی بلکل سختې ته نه ورکوي.
خو زوی چې کله په ښه او بد پوه شي نو لومړی کار يې له بدو خلکو سره ګرځېدل وي، ورو ورو د بدو خلکو افعال او اقوال زده کړي، چرس، سګرېټ او نور بد عادتونه پيل کړي، څه موده چې په بدو کارونو کې تېر کړي.
نو يې پلار بې چاره ته شکايتونه پيل شي، چې زوی دې داسې کارونه کوي او داسې لوبې کوي.
پلار يې له ناچارۍ هيڅ هم نه وايي بلکې ټول غم په خپل زړه تېروي، مور يې هم په خپل کور کې ناسته وي او له زوی څخه يې بلکل د سړيتوب تمه شکېدلې وي.
دی ځوان نو چې په بدو کې ښه ښکېل شي، نو په غلا باندې پي وکړي، ورسره په څنګ کې پرديو ناموسونو ته په سپک نظر يې هم ورځېنی عادت جوړ شي.
خو کرار کرار په بدو اعمالو کې داسې غرق شي چې بلآخره له اطرافي سيمې څخه ښار ته لاړ شي. په ښار کې نو بلا وهلی پوډري هم شي او بيا نو د پوډرو او چرسو د پيسو د پيدا کولو لپاره په هيڅ هم نه وي بند، هر ناروا کار د دې لپاره تر سره کوي چې پيسې تر لاسه کړي او خپل ځانته پرې چرس، پوډر او نور تر لاسه کړي. او خپل ورځېنی عادت پرې پوره کړي. په ښار کې نو د اردو، پوليسو او يا هم د اربکيانو د ادارې د جلب او جذب د کمېسيون کسان پرې وربرابر شي. او ورته ووايي چې دولس زره افغانۍ تنخوا ده او يوازې توپک پر اوږه کړه، د پنجابيانو په خلاف به په جنګ کې برخه اخلې، په يوه کال کې به د سرمايې څښتن شې.
هلته يې په اطرافو کې مور او پلار په وير کې اخته وي، د اصلاح کېدو لپاره يې ډېرې هلې ځلې وکړي خو تر څو چې کاميابېږي نو خبر شي چې زوی يې په اصطلاح ملي اردو ته تللی دی.
په دې وخت کې يې نو پلار او مور له هر څه څخه لاس ووينځي، نور يې نو په دې يقين شي چې چېرته به خامخا د طالبانو په کمين کې سر خوري.
لنډه دا چې اردو ته له تګ وروسته ورته امریکايي استادان فکري درس پيل کړي: وطن ستاسې مور ده! وطن بايد د مور په څېر وساتئ! وطن سره د مور په څېر مينه وکړئ! او اوس چې په تاسې باندې وخت ناوخته پنجابيان؟؟ يرغل کوي، مخه يې ونيسئ! وګورئ! ستاسې خويندې؟؟ هم ستاسې تر څنګ په سنګر کې درسره اوسي. او اوږه په اوږه به له تاسې سره يوځای له پنجابيانو؟؟ څخه وطن ساتي.
خو په دې نه پوهېږي چې په وطن يې چا اشغال کړی دی؟؟
په وطن يې چا يرغل کړی دي؟؟
مګر يوازې تش تور شعار يې په ذهن کې تاوېږي چې وطن ساتنه!
نور هيڅ هم نشته.
لنډه دا چې امريکا يې په افغانستان کې د خپلو قوانينو يا جمهوريت او ډموکراسي د قوانينو د ترويج لپاره هغې سیمې ته ولېږي چې سخت جنګ پکې وي.
او اکثره سيمې د طالبانو په لاسونو کې وي. د جمهوريت او جمهور رئيس د ساتلو لپاره نو په پوسته کې په پيره ودرېږي او منتظر شي چې کله به پنجابيان راځي؟؟ پر مونږ به حمله کوي او بيا به يې موږ وژنو!!
په داسې حال کې چې د جمهور رئيس زوی او لور يې د فحشاء په کلبونو کې ګرځي او له بدامنۍ او جنګ او جګړو څخه نو دومره لرې ګرځي چې ان د خپل پلار د واکمنۍ په پنځه کلنه موده کې يو وار هم افغانستان ته نه دي راغلي.
په هر صورت، يو وخت نو هغه د چا خبره طالبان پرې وربرابر شي او بې چاره ګی که ولګېږي هم ډېرې ستونزې يې په مخکې پرتې وي، ځکه چې یو خو يې جنازه بيا د کلي ملاصاحب نه کوي، کله چې څوک د افغاني ټولنې له دود او دستور سره سم دعا ته ورته راځي نو پلار او نوره کورنۍ يې ورسره په يادولو باندې هم شرمېږي.
بل لور ته نو که طالبانو ته تسليم شي او يا يې هم طالبان د جنګ په ډګر کې ټپي ونيس.
نو هغه يې بل پېغورشي. ځکه چې طالبان خو نو بيا انټرويو ترې اخلي او په انټر ويو کې نو چې کله طالب ورڅخه پوښتنه وکړي چې ولې زموږ په خلاف د کفر په صف کې ولاړ وې؟ نو دی ورته وايي چې د مور او پلار ازار وهلی يم! نو ځکه ستاسو په خلاف شوم او اوس دا دی تاسو ونیولم!
نو اوس دې لوستونکي قضاوت خپله وکړي چې دا د جمهوريت د ساتونکو ژوند دی، چې په لويه کې د امریکا د ناولي قانون د تطبيق لپاره ځانونه وژني او په وړه کې بیا د څو داسې شريرو، بې ننګو، بې وجدانو، ظالمانو او داسې اشخاصو د ساتنې لپاره خپل مرګ خرابوي چې لاسونه يې د افغانانو په وينو سره دي.
ځکه خو يې نو مشران وايي چې د واشنګټن ساتونکي دي او يا هم د نيويارک ساتونکي دي. او خود به نو دا غيور او مسلمان ملت د دوی له ژوند او مرګه کرکه او نفرت لري. چې د خپل ولس په وينو يې لاسونه سره وي او د هېواد دساتنې پر ځای د نيويارک او امریکا ساتنه کوی.



