په شپږو ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې بهير بشپړ شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې له بغلان ولايت پرته په پاتې شپږو ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې او تفتيش بهير بشپړ شوې ده.

د ټاکنو کمېسیون د لړم په ۱۸مه د رایې ورکولو د ۸۲۵۵ محلونو د رايو د بیاشمېرنې بهير پیل کړ خو دا شمېرنه د یو شمېر ټاکنیزو ډلو، په ځانکړي ډول د ثبات او همپالنې د ټاکنيز ټېم له اعترضونو سره مخ شوه چې له امله يې په اوو ولايتونو کې د رايو د بيا شمېرنې بهير ودرول شو.

خو څلور ورځې وړاندې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له خپلو پلويانو غوښتنه وکړه چې په دغو اوو ولايتونو کې د رايو بياشمېرنې او تفتيش ته اجازه ورکړي.

د ټاکنو کمېسيون هم درې ورځې وړاندې په رسمي ډول په اوو ولایتونو جوزجان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشېر کې د رايو د بياشمېرنې او تفتيش بهير پيل کړ.

مربوطه مطالب

Back to top button