کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
دبرما دسمندري پوځ چارواکو ویلي چې ددې هیواد په جنوبي سواحل کې یې په یوې بېړۍ کې ١٧٣ روهنگیایي مسلمانان نیولي دي.
دغه خبر په داسې حال کې خپریږي چې په دې وروستیو کې د برما په اړه په خپاره شوي راپورونو کې ويل شوي چې روهنگیایي مسلمانان په برما کې د قانوني تعقیب له ویرې له دې هیواد نه په ډله ییزه توگه تښتي.
د برما ددفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پوځ له خوا د نیول شویو کسانو په ډله کې ۲۲ ماشومان هم شامل دي.
ديادونې وړ ده چې د برما د پوځ د عملیاتو په په پايله کې په ٢٠١٧م کال کې نيږدې ۷۳۰ زره روهنگیایي مسلمانان د برما نه “بنګله دیش” ته وتښتیدل.
















