عباس ستانکزی: اسلامي امارت په سیاسي او اقتصادي برخو کې د ښځو ونډې ته ژمن دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین “شیرمحمد عباس ستانکزی” وايي، اسلامي امارت ژمن دی چې ښځو ته په سیاسي او اقتصادي برخو کې ونډه ورکړي.

نوموړي د تخار بازار د نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې د وينا پر مهال ویلي، چې ښځې د افغاني ټولنې نيمايي برخه جوړوي او هېڅوک يې له حقونو سترګې نه شي پټولی.

نوموړي دغه راز ژمنه کړې ده چې د نجونو تړلي ښونځي به د تخنيکي ستونزو تر حل وروسته بېرته پرانېستل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button