امریکا له اوکراین سره د نورو پوځي مرستو ژمنه وکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل)

په داسې حال کې چې د اوکراین په “دونباس” او نورو سیمو کې روسي ځواکونه خپل پرمختګ ته دوام ورکړی امریکا یې په غبرګون کې له اوکرایني پوځ سره د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د نورو پوځي ژمنه کړې ده.

د امریکا دفاع وزارت کې سرچینو رسنیو ته ویلي، دغه ډول وسلې له دې نه مخکې امریکا اوکراین ته نه دي ورکړي.

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، اوکراین ته ورکول کېدونکې وسلې کره هدف وېشتلی شي او د اوکراین ځواکونه به یې په کامیابۍ استعمال کړي.

پېنټاګون اوکراین سره د تازه مرستو اعلان په داسې حال کې کړی دی چې څو ورځې وړاندې روسي ځواکونو د اوکراین په لوهانسک ښار کې د بریا اعلان وکړ او اوکرایني ځواکونه یې د لېسچېنسک ښار نه په شا تګ ته اړ کړل.

مربوطه مطالب

Back to top button